لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د یوې غونډې مشري کوي
صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې د یوې غونډې مشري کوي

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، اداره به یې دا په ډاګه کړي چې څه ډول د سوریې د پلازمېنې په لمنو کې د یو مشکوک کیمیاوي برید په اړه غبرګون څرګند کړي.

ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ له پوځي چارواکو سره تر لیدلو مخکې دغه خبره وکړه او وویل چې ددغه مشکوک کیمیاوي برید ځواب به ورکول کیږي او هغه هم په ډېر قوت سره.

د سوریې په ختیځه برخه د غوطا نومې سیمې باندې چې د یاغیانو تر ولکې لاندې ده د خالي یا شنبې د ورځې په برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شویدي.

تېر کال ټرمپ د سوریې په هغو هوايي ډګرونو باندې د برید امر ورکړی و له کومه چې کیمیاوي بریدونه شوي وو.

---------------

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، هغه تمه لري د شمالي کوریا له رهبر کېم جان اون سره به د مې او یا د جون په لومړیو کې وګوري.

د ټرمپ دغه څرګندونې د ګل یا دوشنبې په ورځ وروسته له هاغې وشوې کله چې امریکايي چارواکو دا تایید کړه چې کېم چمتو دی د کوریا د اټومي لانجې په اړه خبرې وکړي.

دا لومړۍ د پام وړ نښه وه چې شمالي کوریا تېره میاشت ددغسې یوې سرمشریزې د جوړېدو وړاندیز وکړ.

د دواړو مشرانو د خبرو د اجندا او ځای په اړه تر اوسه معلومات څه نه دي ویل شوي خو امریکايي چارواکو ویلي، د واشنګټن او پیانګ یانګ ترمنځ پټې اړیکې نیول شویدي.

--------------

ټاکل شوېده چې د فیسبوک بنسټګر ماړک زوکړبړګ به نن د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکايي سناتورانو یوې ډلې ته د هغو میلیونونو کارونکو د معلوماتو د شریکولو په اړه سپیناوی کوي چې کمپنۍ یې لا دمخه پرې بخښنه غوښتې.

تمه ده نوموړی به د سنا د قضا او سوداګرۍ د کمېټو ګډې غونډې ته را څرګند شي او د چهارشنبې په ورځ به بیا د امریکا له ولسي جرګې سره وګوري.

د قضایه کمېټې مشر چک ګراسلې وویل، دا د خلکو حق دی چې د هغوی د معلوماتو د شریکولو او خوندي کولو په اړه هغوی خبر وي.

زوکړبړګ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له یو شمېر وکیلانو سره په خبرو کې وویل:

(مونږ خپل مسولیت په کافي توګه نه دی ادا کړی او دا یو لویه تېروتنه وه. دا زما غلطي وه او زه بخښنه غواړم.)

نوموړي په یو بیان کې ویلي دي چې دوی به د فیسبوک د هغو ۸۷ میلیونو کارونکو دخبرولو لړۍ پیل کړي چې د دوی شخصي معلومات بې له دوی چې دوی خبر شي له نورو سره شریک شویدي.

------------------

د عراق د سنجر په غرونو کې په زرګونو هغه بې ځایه شوي یزیدیان اوس هم ویریږي او له ستونزو سره مخ دي د چا په کلیو کې چې څلور کاله وړاندې داعش بریدونه او قتل عام وکړ.

د هیلو د پسري یا سپرینګ اف هوپ په نامه د یوې ادارې مشرې لیسا میارا امریکا غږ ته وویل:

(په عراق کې د یزیدیانو حالت ډیر د اندېښنې وړ دی. د عراق له شمالي ولایتونو څخه نږدې څلور لکه یزیدیان بې ځایه شویدي او دا یو ستر ناورین دی.)

میارا وړاندې وویل، که هم د یزیدیانو په کلیو باندې د داعش له بریدونو څخه درې نیم کاله تیریږي خو بیا هم تر اوسه پورې د دوی په کلیو کې داسې کارونه نه دي شوي چې دوی بېرته خپلو سیمو ته وګرځي.

-----------------

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د غلام خان بندر به د افغانستان د نورو بندرونو په څېر په اساسي توګه جوړیږي.

ښاغلی غني د غلام خان بندر د جوړېدو ژمنه په خوست کې ددغه ولایت له قومي مشرانو، ولسي استازو، حکومتي چارواکو او ځوانانو سره په لیدنه کې وکړه.

جمهور ريیس غني ویلي د خوست، پکتیا اوپکتیکا ولایتونو جلغوزي به د خوست له هوايي ډګره جرمني ته رسول کیږي او له پانګوالو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

----------------

په اسلام اباد کې څلور ورځې وړاندې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د وژل شوي غړي کامران یوسفزي د وژنې په ضد احتجاجي مظاهره شوې، چې پکې له چارواکو ژر تر ژره د هغه د قاتلانو د نیولو غوښتنه شوې ده.

احتجاج د اسلام اباد د پریس کلب مخې ته وشو، چې د عوامي نېشنل ګوند د ځینو مشرانو په ګډون پکې په لسګونو پښتنو زده کوونکو برخه اخیستې وه.

۲۴ کلن کامران یوسفزی د اسلام اباد د باراني انسټیټیوټ آف مېنېجمنټ او ساینسز (بیمز) پوهنتون زده کوونکی وو، چې د تېر اتوار- یکشنبې په ورځ په پینډۍ ښار کې له خپل یوه پخواني ټولګیوال سره د لفظي شخړې په نتیجه کې و وژل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG