لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


صدر ډانلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن د نهې یا سې شنبې په ورځ د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابې سره وګوري.

سپینه ماڼۍ تمه لري چې د دواړو لوریو ترمنځ دغه ټاکل شوې دوه ورځنۍ خبرې به مثبتې پایلې ولري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سېړا هوکبې د دوشنبې په ورځ فلوریډا ته تر روانېدو مخکې وویل، د دواړو غاړو ترمنځ خبرې به له شمالي کوریا سره د خبرو لپاره پر چمتوالي او په ګڼو سوداګریزو مسلو باندې وڅرخي.

ټرمپ او ابې دواړه د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو په اړه ګډه اندېښنه لري او په دغه هېواد د بندیزونو د لګولو غوښتونکي وو.

--------------

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، روسیه هڅه کوي په سوریه کې د مشکوک کیمیاوي برید په اړه د نړیوالو څارونکو په وړاندې د خنډونو د رامنځته کولو له لیارې د پلټنو مخه ونیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې هیدړ نوړټ الحوره ټلویزیون ته ویلي دي چې روسیه ښايي ددې لپاره دا کار وکړي چې د وخت په تېرېدو سره د کیمیاوي برید په ځای کې شته نښې نښانې له منځه ولاړې شي.

د کیمیاوي وسلو د کارولو پر خلاف ادارې پلټونکي د خالي یا شنبې په ورځ سوریې ته رسېدلي دي خو تر اوسه هم نه دي توانېدلي چې په دوما کې خپل کار پیل کړي.

روسیې چارواکو ویلي دي چې د پلټونکو ډله کولای شي د شورو یا چهارشنبې په ورځ د پېښې ځای ته ولاړ شي.

------------------

د میانمار ولسمشر وېن مېنټ د نهې یا سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۸۵۰۰ بندیانو ته به بخښنه کوي.

دغه ګام د میانمار د سنتي یا کلتوري نوي کال د پیل سره سم کیږي.

یو ویاند وایي، په دغو بندیانو کې چې ورته بخښنه شوې ۵۱ بهرنیان او ۳۶ سیاسي بندیان هم شامل دي.

د ولسمشر په دې حکم کې د رویټرز خبري ادارې هغه دوه ژورنالستان نه دي شامل څوک چې د پټو اسنادو د ترلاسه کولو له امله محاکمه شویدي.

دغو دوو خبریالانو په راخین کې د خونړي پوځي کمپاین په اړه راپورونه ورکول د کوم له امله چې د روهینګیا په لکونو مسلمانان په تېر اګسټ میاشت کې بنګدیش ته ګډه شول.

---------------

له افغانستان څخه د شمالي وزیرستان د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر بیا پیل شویدی.

د چارواکو په وینا ددغه نوی پړاو په ترڅ کې به هره ورځ ۵۰ کورنۍ د غلام خان د بندر له لیارې د کډوالو بکخیلو کمپ ته اوړي.

د بکخیلو کمپ په کمپ کې ددغو راستنو شویو کډوالو د راجسټریشن څخه وروسته به بیا په شمالي وزیرستان کې خپلو سیمو ته ته لېږل کیږي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د شمالي وزیرستان یو شمېر مېشتو کډوالو ویلي وه چې تر هغو به دوی بیرته خپلو سیمو ته ستانه نشي تر څو چې له دوی سره ټولې اړینې مرستې ونشي.

د یو بل خبر له مخې د شمالي وزیرستان په سلګونو سوداګرو په پلازمینې اسلام اباد کې پرس کلپ مخې ته احتجاجي لاریونونه کړي.

دوی ویل چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ د عملیاتو پرمهال ددوي شاخوا ۲۰۰۰ دوکانونه له منځه تللی خو دولت ورسره تر اوسه پورې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

------------

د واکمن مسلم لیګ ګوند د وټ د احترام په نامه سیمینار ته پاکستاني سیاسي مشرانو ویلي دي چې د هېواد ادارې دې د پارلمان او ایین درناوی وکړي.

غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي، د عوامي نشل ګوند مهم مشر میا افتخار حسین او د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم ویناوې وکړې.

د سیمینار ګډونوالو ژمنه وکړه چې په پاکستان کې د جمهوریت د خوندیتوب لپاره به ټول یو موټی وي او څوک چې ایین ماتوي د هغه پرضد به دریږي.

محمود خان اچکزي وویل، د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ تګلارې باید پارلمان جوړې کړې نه پوځ.

XS
SM
MD
LG