لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ او سیمې ځینې مهم خبرونه


په دې تصویر کې د ټیلې وژن په پرده یو اړخته صدر ډانلډ ټرمپ او بلخوا د شمالي کوریا مشر کیم یونگ ان لیدل کیږي
په دې تصویر کې د ټیلې وژن په پرده یو اړخته صدر ډانلډ ټرمپ او بلخوا د شمالي کوریا مشر کیم یونگ ان لیدل کیږي

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالی کوریا د رهبر کېم جان اون ترمنځ د خبرو وروستۍ او یواځینۍ موخه بې وسلې کېدل دي.

دوی زیاتوي، په پیانګ یانګ باندې به د امریکا فشار همداسې دوام ولري او بندیزونه به ترې تر هغو لیرې نشي ترڅو د بې وسلې کېدو په لاره کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي.

د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې سېړا هوکبې د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دوی به یواځې د شمالي کوریا په خبرو بسنه و نه کړي او زیاته یې کړه چې په دې لاره کې کمزوري هم نه دي.

هغې زیاته کړه چې د بې وسلې کېدو په لاره کې یو شمېر سم کارونه شویدي خو لا زیات څه باید وشي.

کېم تر دې وړاندې د اټومي وسلو ازموینه او له یوې لویې وچې څخه د بلې لویې وچې ویشتونکي توغندي ازموینې بندې کړې وې.

--------------

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون رسېدو ته په رسمي مراسمو کې هرکلی وکړ.

ټاکل شوېده چې دواړه مشران به په خپلو کې رسمي خبرې وکړي او په ګډه به سره یوه ماښامنۍ یا د شپې ډوډۍ وخوري.

د مکرون د هرکلي په مراسمو کې به د امریکا د پوځ له پنځو واړو څانګو څخه ۵۰۰ کسان برخه واخلي.

د سې شنبې د ورځې خبرې به په یو شمېر هغو مهمو نړیوالو مسلو باندې وڅرخي د کومو په اړه چې دواړه هېوادونه په خپلو کې اختلافات لري لکه د سوریې جګړه، د ایران اټومي پروګرام او په سټیلو او المونیمو باندې د ټرمپ لخوا د ټکسونو د زیاتولو مسله.

مکرون به لومړنۍ ولسمشر وي چې د ټرمپ په اداره کې ورته داسې رسمي او دولتي هرکلی ښودل کیږي.

--------------

د امریکا پخوانی ولسمشر جیورج اچ ډبلیو بوش له روانې درملنې سره مخ په ښه کېدو دی.

۹۳ کلن بوش د یکشنبې په سهار د امریکا د هیوسټن ایالت په یو روغتون کې د وینې د مکروب له امله په روغتون کې داخل شوی و.

د هغه د کورنۍ لخوا په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي چې بوش درملو ته ښه ځواب ویلی او روغتیايي حالت یې اوس په ښه کېدو دی.

بوش د یکشنبې په ورځ په روغتون کې تر داخلېدو مخکې د خپلې ۹۲ کلنې مېرمنې باربارا بوش د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و.

د دواړو د واده ۷۳ کاله کېدل.

--------------

د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ربع کې دومره بمونه غورځولي چې د تېرو ۱۵ کالو په لومړیو ربعو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټګان لخوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي دي چې په افغانستان کې د بمبارۍ شمېره وروسته له هاغې زیاته شوه چې په تېر اګسټ کې د افغانستان لپاره د امریکا ولسمشر خپله نوې سټراتیژي اعلان کړه.

د امریکا د هوايي ځواکونو د مرکزي قوماندې لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۱۸۶ بمونه غورځول شويدي.

خبر زیاتوي چې تر دې مخکې په ۲۰۱۱ کال کې ۱۰۸۳ بمونه غورځول شوي وو او د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو د هوايي بریدونو شمېرې نه دې خپرې شوې.

-------------

د افغانستان په ختیځ کنړ ولایت کې د داعش ډلې د سرې قطعې یو مهم قومندان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی او دوه نور کسان یې نیول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د ګډو افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی د داعش ډلې قومندان زاهد نومیږي او په پیري باندې مشهور دی.

چارواکو ویلي، په دې عملیاتو کې له داعش ډلې څخه ګن شمېر سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه شویدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG