لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د ایران په ملاتړ حزب الله ډلې د لومړي وزیر سعد حریري څخه زیاتې څوکۍ ګټلي دي
د ایران په ملاتړ حزب الله ډلې د لومړي وزیر سعد حریري څخه زیاتې څوکۍ ګټلي دي

د لیبنان رسنۍ وايي، د پارلماني ټاکنو له غیر رسمي پایلو څرګندیږي چې د ایران په ملاتړ حزب الله ډلې د لومړي وزیر سعد حریري څخه زیاتې څوکۍ ګټلي دي.

تمه ده، ددغو ټاکنو رسمي پایلې چې په تېرو نهو کالو کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوي، د ګل یا دوشنبې د ورځې ناوخته اعلان شي.

په ټاکنو کې ۴۹.۲ فیصده خلکو ګډون کړی وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې ۵۴ فیصده رایه ورکونکو برخه اخیستې وه.

د ۲۰۰۹ کال ټاکنې د څلور کلنې دورې لپاره ترسره شوې وې خو په هېواد کې د امنیتي ستونزو له امله دغه دوره دوه ځله اوږده کړای شوه.

د لیبنان په ټاکنو کې د پارلمان د ۱۲۸ څوکیو لپاره ۸۶ ښځو هم ځانونه کاندید کړي وو.

--------------------

د جنوبي کوریا خبري رسنۍ وايي، د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالی کوریا د رهبر کېم جان اون ترمنځ سرمشریزه ښايي په راتلونکې میاشت کې په سنګاپور کې ترسره شي.

د یانهاپ او چوسن خبري رسنۍ د یو شمېر سرچینو د معلوماتو له مخې وايي، امریکا او شمالي کوریا پدې موافقه کړېده چې دواړه مشران به د جون د میاشتې په دریمه اونۍ کې سره وګوري.

خبر زیاتوي، د دواړو مشرانو د خبرو لپاره دا نېټه ځکه ټاکل شوېده چې د جون په اتمه او نهمه نېټه په کاناډا کې د اوو پرمختللو هېوادونو (جي سیون) غونډه ترسره کیږي او ډ انلډ ټرمپ هم په کې ګډون کوي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، دواړه مشران اوس د خبرو لپاره هم ټاکلې نېټه لري او هم ټاکلی ځای.

-----------------------

سیمیز چارواکي وايي، د امریکا په هوايي ایالت کې د غره د اور شېندنې یا اتشفشان له امله چې تېره اونۍ پیل شوی ۲۶ کورونه ویجاړ شویدي.

ددغه اتشفشان څارونکي وايي چې ښايي د غره دغه اور شېندنه نوره هم دوام وکړي.

له سیمې څخه نږدې ۲۰۰۰ کسان له خپلو کورونو څخه ویستل شویدي او چارواکي وايي چې ښايي تر څو میاشتو پورې دغه کسان خپلو کورونو ته ستانه نه شي.

د هوايي د ایالت چارواکو له سیلانیانو څخه غوښتي دي چې د غره د اور شیندنې ځای ته دې نه ورځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG