لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د چین صدر ژي جن پنگ
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د چین صدر ژي جن پنگ

د چین او د امریکا ترمنځ د سوداګرۍ په اړه خبرې په راتلونکې اونۍ کې په واشنګټن کې پيلیږي خو د لومړي پلا خبرو څخه وروسته څېړونکو ویل چې د دواړو لوریو ترمنځ توپیرونه ستر دي.

ځینې څېړونکي په دې باور دي چې دغه توپیرونه دومره بنیادي او ستر دي چې له امله یې له لوړ ټکسونو څخه د چین ویستل ناممکنه بريښي.

د ډانلډ ټرمپ پلاوی نه یواځې له پیکنګ څخه غواړي چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې دې له امریکا سره خپل سوداګریز کسر ۲۰۰ میلیاردو ډالرو پورې راکم کړي بلکه په پرمختلې ټکنالوژۍ او حکومتي سب سایډي دې هم ټکسونه کم کړي.

پیکنګ بیا له امریکا څخه غواړي چې د چینايي توکو د صادراتو په وړاندې دې بندیونه لیرې او د امریکا حکومت دې د ټکنالوژۍ په برخه کې خپل د اړتیا وړ توکي له چین څخه وانیسي.

--------------------

سپینه ماڼۍ د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا سي آی اې د مشرۍ لپاره د ټاکل شوې جینا هسپل څخه دفاع کوي چې ددغې دندې لپاره تر ټولو غوره څېره ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سېړا هوکبي سنډرز د ګل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې جینا هسپل ۱۰۰ فیصده ژمنه ده چې د سي ای اې د نوې مشرې په توګه د سنا د تایید له بهیر څخه تېره شي.

۶۱ کلنې هسپل غوښتل ددغې دایمې څوکۍ څخه ددې لپاره تېره شي چې له بندیانو څخه یې د پلټنو په ډیرو سختو پروګرامونو کې لاس درلود خو د چارواکو په وینا د ولسمشر ټرمپ لخوا دې څوکۍ ته هڅول شوېده.

---------------

د نیویارک لوی څارنوال د ګل یا دوشنبې ناوخته وروسته له هاغې له خپلې دندې استعفا ورکړه کله چې څلورو میرمنو په جسمي یا فزیکي تیري باندې تورن کړ.

ډیموکراټ ایړیک شنایډرمن د ۲۰۱۰ کال راهیسې په دغې څوکۍ کار کوه او د بیا ټاکل کېدو په سیالۍ کې و.

نوموړي په ده باندې ټول لګول شوي تورونه رد کړیدي.

---------------

د ترکیې یوې محکمې د امریکا د فشارونو سره سره عیسايي مذهبي مشر باندې په بند کې د پاتې کېدو حکم کړی.

انډریو برونسن د ترهګرۍ او جاسوسۍ د تورونو له امله په ۳۵ کاله بند باندې محکوم شویدی او د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه کېس غندلی دی.

په برونسن باندې دا تورونه دي چې د ترکي یاغیانو سره یې اړیکې درلودې او د جلا وطني فتح الله ګولن سره یې اړیکې درلودې.

په ګولن باندې تور دی چې په ترکیه کې یې د تېر کال ناکامه کودتا تنظیم کړې وه.

----------------

د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي له پارلماني غړو سره د ملاقات وروسته هیله څرګنده کړې چې د مې په لسمه نېټه به په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په مسودې باندې ښکېلې غاړې موافقې ته سره ورسيږي.

د قبایلي سیمې خیبرایجنسۍ څخه د قامي اسامبلۍ غړي شاه جي ګل افریدي ډیوه ته ویلي، ډیر امکان شته چې د روانې میاشتې په ۱۶ یا ۱۷ نېټه به د قبایلي سیمو د اصلاحاتو مسوده قامي اسامبلۍ ته وړاندې شي.

ددغې مسودې له مخې به په صوبايي اسامبلۍ کې د قبایلي سیمو د څوکۍ او د سیمیزو انتخاباتو لپاره قانون جوړ شي.

----------------

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویلي د تیرکال په پرتله سږکال له پاکستان څخه افغانستان ته دافغان کډوالو د راستنیدو کچه ټیټه ده.

د وزارت د معلوماتو په پرنسټ په روان کال کې یوازې له پاکستان څخه ۱۵۰۹۴تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت په وینا د افغانستان نیمايي نفوس په هیواد دننه او بهرکې د کډوالۍ ژوند کوي او د پاکستان او ایران په ګډون د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې ۵ نیم میلیونه افغان وګړي ګډوال دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG