د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون ته په روسیه کې د راروانې نړیوالې غونډې لپاره بلنه ورکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ډیمټري پسکوف د ګل یا دوشنبې په ورځ په ماسکو کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر پوتین کېم ته دغه بلنه د یو لیک له لیارې ورکړې ده.
خبر زیاتوي، دغه لیک تېره اونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لواروف پیانګ یانګ ته د خپل سفر پرمهال کېم جان اون ته سپارلی وو.
پوتین په دغه لیک کې کېم ته وړاندیز کړی چې په ویلادي ویسټوک ښار کې دې د لیرې ختیځ هېوادونو په اقتصادي غونډه کې چې په سپټمبر کې جوړېږي، برخه واخلي.
------------------
د اسرایلو لومړي وزیر بېن یمین نتنیاهو د ګل یا دوشنبې په ورځ له دریو اروپايي هېوادونو څخه خپل سفر په داسې حال کې پیل کړ چې هڅه کوي له ایران سره د نړیوال اټومي تړون د بدلون په برخه کې ملاتړ راخپل کړي.
نتنیاهو له جرمني پیل وکړ چېرې چې هغه ددغه هېواد له صدراعظمې انګیلا مرکل سره مخکې له دې چې فرانسې او برتانیې ته ولاړ شي خبرې وکړې.
برتانیې، فرانسې او جرمني له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د شوي اټومي تړون سره موافقه کړې وه.
دغه تړون روسیې، چین او امریکا هم منلی وو خو تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ اعلان وکړ چې دده په وینا له دغه بد او یو اړخیز تړون څخه به ووځي.
----------------
د ګواتیمالا چارواکي وايي، د یکشنبې د ورځې په اور شیندنه یا اتشفشان کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ۲۰ نور ژوبل شویدي.
خبر زیاتوي ددغې اور شیندنې له امله تر یو میلیون زیات کسان اغیزمن شویدي او له سیمې څخه ۳۱۰۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ ایستل شویدي.
د ژغورنې کارکونکي په سیمه کې د بې درکه شویو کسانو د موندلو لپاره هلې ځلې کوي.
-------------------
امریکا وايي، د چین لانجمن جنوبي سمندر ته به خپلې بېړۍ استوي خو پیکنګ دا خپل سمندر ګڼي او له همدې امله کیدای شي له دې کار سره د څېړونکو په باور پوځي لانجې رامنځ ته شي او دا به بیا د جنوبي اسیا د هېوادونو ګټو ته ضرر ورسوي.
د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس د مې په ۲۹ نېټه ویلي وه چې امریکا به ددغه سمندر لانجمنو ټاپوګانو ته د خپلو بیړیو لېږلو ته دوام ورکړي.
چین چې په سیمه کې تر تولو ستر پوځ لري په چینايي اوبو کې د امریکا دا ډول خوځښتونه مداخله ګڼي.
راپورونه دا هم وايي، چې چین په دغو اوبو کې بم ویشتونکي او توغندي ویشتونکي وسایل هم ځای پرځای کړیدي.