لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کېم جانگ اون
د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کېم جانگ اون

د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کېم جانگ اون ترمنځ په سینګاپور کې د تاریخي لیدنې وروسته په اسیا او نړي کۍ د راتلونکې لپاره هیلې راټوکېدلي.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې این چې ددې سرمشریزې د برابرولو لپاره یې ډېرې هلې ځلې وکړې هیله څرګنده چې د کوریا ټاپو به په بشپړه توګه له اټومي وسلو پاکه شي او سوله به راشي خو دا يې هم وویل چې ددغې ناستې په شپه یې سم خوب نه دی کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې خبریالانو ته وویل، دا د چین هیله وه چې د امریکا او د شمالي کوریا خبرې به د سولې یو تړون ته ورسېږي چې له امله یې د کوریا جګړه پای ومومي.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې خبریالانو ته وویل، کچېرې شمالي کوریا په سمه لاره برابره شي نو یوه روښانه راتلونکې به ولري.

او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي ریابکوف وویل، ماسکو چمتو دی چې ددغه تړون په عملي کېدو کې مرسته وکړي.

-------------------

د سپینې مانۍ اقتصادي سلاکار لېرې کوډلو د زړه له حملې څخه د واشنګټن په یو رغتون کې د ښه کېدو په حال کې دی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سینګاپور کې له کېم جان اون سره تر لیدنې لږ مخکې په یو ټویټ کې ویلي وو:

(زمونږ په تکړه لېرې کوډلو باندې چې په اقتصادي برخه کې سخت کار کوي همدا اوس د زړه حمله راغلې.)

د سپینې ماڼۍ ویاندې سېرا هوکبي سېنډرز د یوې خپرې کړې اعلاميې په ترڅ کې ویلي، ۷۰ کلن کوډلو د زړه د یوې خفیفې حملې وروسته اوس په یو ښه حالت کې دی.

--------------

د ویتنام پارلمان د انټرنیتي خوندیتوب یا سایبر سیکورټي په برخه کې یو قانون تصویب کړ خو د بشري حقونو فعالین وايي، چې له دې سره به د بیان د ازادۍ مخه ونیول شي.

ددغه قانون له مخې به ګوګل او فیسبوک ټول هغه مواد له خپلو پاڼو څخه په ۲۴ ساعتونو کې باسي کوم چې د چارواکو په واسطه ناسم وبلل شي.

د بخښنې د نړیوالې ادارې مشر د یو بیان په خپرولو سره د سې شنبې د ورځې د دغه پاس شوي قانون غندنه کړېده.

په بیان کې راغلي دي چې انټرنېټي پاڼې په ویتنام کې یواځینی ځای وو چې خلکو به پکې په ازاده توګه له حکومتي سانسور پرته خپل نظرونه شریکول خو له دغه نوي قانون سره اوس هېڅ خوندي ځآی پاتې نشو.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG