لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او د نړۍ په خبرونو یو نظر


عراقي چارواکي وایې د بغداد جنوب لویدیځ ته د امیل په ښار کې د یوه موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل شویدي
عراقي چارواکي وایې د بغداد جنوب لویدیځ ته د امیل په ښار کې د یوه موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل شویدي

عراقي چارواکي وایې د بغداد جنوب لویدیځ ته د امیل په ښار کې د یوه موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل شویدي.

د داعش ترهګرې ډلې د دوشنبې د ورځې ددغه برید پړه په غاړه اخیستې.

په موصل کې د داعش له کمزوري کیدو سره یادې ډلې د عراق په بیلابیلو سیمو کې ورته بریدونه ترسره کړيدي.

دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته شویده چې په موصل کې د داعش پر ضد پراخ پوځي عملیات دوام لري.

--------

د جنوبي کوریا د لیرې کړای شوې ولسمشرې پارک ګیان هې څخه نن د سې شنبې په ورځ په هغې د فساد د لږول شویو تورونو په اړه پوښتنې وشوې.

هغې د څارنوال دفتر ته په رسېدو سره له خپلو خلکو بخښنه وغوښته او وویل چې زه به په ورین تندي پوښتنو ګرویږونو ته ځواب وه وایم.

که په میرمن پارک د غبن تورونه ثابت شي نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

میرمن پارک تر دې دمه په هغې ټول لږول شوي تورونه بې بنسټه ګڼلي.

-------

تر لسو زیات د منځني ختیځ هیوادونو او د شمالي افریقا د هوایي شرکتونو مسافرو ته به اجازه نه ورکول کیږي چې امریکا ته د سفر پرمهال د الوتکې داخل ته له ځانه سره لیپټاپ او نور ستر برقي وسایل دننه کړه.

دغه بندیز د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان د خبري رسنیو لخوا خپور شو چې سر له نن څخه به عملي کیږي.

د اردن شاهي هوایي شرکت په یوه ټویټ کې ویلي دي چې دوي دغه کار د متحده ایالاتو په غوښتنه ترسره کوي.

--------

مارټین مکګنیس چې د ایرلند د پخواني جمهوري پوځ قومندان وه او بیا وروسته یې په شمالي ایرلنډ کې د سولې د بهیر د منځګړي په توګه کار وکړ نن د ۶۶ کالو په عمر ومړ.

نوموړي د یوې لسیزې لپاره د شمالي ایرلنډ د لومړي وزیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه او ددې کال په جنورۍ میاشت کې د یوه نه پیژندل شوې ناروغۍ له امله له دندې ګوښه شو.

د سین فین په نامه د هغه ګوند وایې چې مکګنیس د سولې او ملي پخلاینې لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې.

په ایرلنډ کې د کاټولیکانو او برتانیې پلوو پروتیستانو ترمنځ د دریو لسیزو په شخړو کې تر ۳۵۰۰ زیات کسان وژل شوي وه.

--------

د ټرمپ ادارې په خپل لومړني اونیز راپور کې لیکلي دي چې د پولیسو ځینې ادارې د کډوالو حکومتي چارواکو ته د بې اسناده کډوالو په پیژندلو کې پاتې راغلي.

په راپور کې راغلي چې د جنورۍ د میاشتې له ۲۸ څخه د فیبرورۍ د میاشتې تر دریمې پورې له هیواد څخه د ویستلو لپاره د ۲۰۶ تنو د نیولو امر شوي وه چې اړونده ادارې پکې پاتې راغلي.

پدغه موده کې په امریکا کې د ۳۰۸۳ بې قانونه کډوالو د نیولو امر شوي وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG