لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: په تېرو څلورو کلونو کې په نړۍ کې د ترهگرۍ حملې کمې شوي


د رپورټ تر مخه په کال 2019م کې افغانستان د ترهګرو بریدونو دلاسه د ټولو نه زیات اغیز مند شوی هیواد و. په کال 2018م کې د ترهګرۍ نه ځپل شویو هیوادنو په نوملړ کې عراق لومړی هېواد و

د ترهګرۍ په اړه تازه یو تازه څيړنیز رپورټ وايي په تیرو څلورو کالو کې په نړۍ کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو ترهگري اوس هم د نړۍ د امن لپاره یوه لویه خطره ده.

د رپورټ تر مخه په کال 2019م کې افغانستان د ترهګرو بریدونو دلاسه د ټولو نه زیات اغیز مند شوی هیواد و. په کال 2018م کې د ترهګرۍ نه ځپل شویو هیوادنو په نوملړ کې عراق لومړی هېواد و.

دغه څيړنیز رپورټ تیره اوونۍ انسټيټوټ فار اکنامکس اینډ پيس (آيي ايي پي) ادارې خپور کړی. دغه اداره په نړۍ کې په ترهګرۍ او د دې تړلو مسلو باندې نظر ساتي.

د 2019 ګلوبل ټیررزم انډیکس ترمخه په کال2014م کې د ترهګرۍ پیښې د ټولو نه زیاتې وې خو 2018 پورې دغه پېښو کې 52 فیصده کمی لیدلې شوی دی.

رپورټ لیکي په شام او عراق کې د داعش ته د ماتې ورکولو وروسته اوس طالبان د نړۍ د ټولو نه غټ ترهګر ډله ګنړلې کیږي.

د دغه څېړنیز رپورټ ترمخه په کال 2018م کې د طالبانو په ترهگر بریدونو کې 71 فیصده اضافه شوي وه، دغه بریدونه د افغانستان په مختلف ښارونو کې شوي چې پکې 6103 کسان مړه شوي وو. رپورټ زیاتوي دغه شمېره په 2018م کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهګری د لاسه د مړه شوو کسانو 38 فیصد جوړیږي.

د طالبانو سره سره داعش ملاتړي ګوندونو لخوا هم په افغانستان کې د ترهګر بریدونو کې اضافه لیدلې شوي.

په افغانستان کې داعشیان چې د داعش خراسان ډلې په نامه هم یادیږي په کال 2018م د زرو نه زیات خلک وژلي وو.

رپورټ وايي دغه کال چې د خطرناک ترهګرو نوملړ ترتیب شو نو خراسان ډله په څلورم نمبر وه.

انسټيټوټ فار اکنامکس اینډ پيس (آيي ايي پي) ادارې مشر سټیو کلیلیه وايي ٫٫ په نړۍ کې د ترهګري بنیادي سبب شخړې او ریاستي دهشتګردي ده٬٬

د نوموړي په وینا په کال 2018م کې چې څومره هم د ترهګرې پيښي شوي هغې 95 فیصده پښې په هغه هیوادنو کې ترسره شوي چرته چې د اول نه حالات خراب وو.

د نوموړي زیاته کړله که د دغه پېښو سره سیاسي ترهګري هم یو ځايي کړلې شي نو معلومات ښايي چې نړۍ کې 99 فیصده پیښې صرف په لس هیوادنو کې ترسره شوي.

د رپورټ ترمخه داعش وسله والې ډلې په بریدونو کې 69 فیصده کمې راغلي او نړیوال طاقتونو په شام کې د دغه وسله والې ډلې خودساخته خلافت هم ختم کړی خو باوجود دغې داعشیان وس هم د نړۍ د امن لپاره یوه خطره ده.

د یو اندازې مطابق دغه وسله واله ډله په عراق او شام کې وس هم 18 زرو پورې جنګیالي لري، په کال 2014 کې دغه شمېر 70 زرو پورې وه.

XS
SM
MD
LG