لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

22:28 27.10.2020

په نړۍ کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له ۴۳.۸ میلینه او د مړو شمېر له ۱.۱ میلین څخه زیات شوی. که له یوې خوا په نړۍ کې د کورونا پېښې په زیاتېدو دي، له بلې خوا ددغه وایرس په وړاندې د درملو او واکسین جوړولو په ډګر کې هم سیالي زیاته شوې ده.

د امریکا د حکومت څېړونکي وايي، د کوېډ ۱۹ ازمايښتي درمل په هغو ناروغانو اغیز نه لري چې په روغتون کې د درملنې لپاره بستر شوي او یا یې ناروغي په پرمختللي پړاو کې وي.

په امریکا کې د الرژۍ او ساري ناروغیو ملي انسټیټیوټ د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو خپور کړي بیان کې ویلي، چې دوی به نور نوي ناروغان د باملېنو وېزېمب په نامه درمل کلینکی ازمېښت ته و نه ګماري.‌

دغه درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ شوی چې له وایرس سره جګړه وکړای شي.‌

له انټي باډي څخه جوړ دغه درمل یو له هاغو څخه دی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته هم ددې میاشتې په سر کې کله چې پکې کورونا مثبت شوې وه ورکړل شوی وو.‌

ددغه درمل کلینکي ازمېښت ددې میاشتې په سر کې د خپلواکو څارونکو لخوا د روغتیايي اندېښنو له امله درول شوی وو.

دغه څېړنه چې په اګسټ کې پیل شوې وه په روغتونو کې بستر لسو زرو کسانو باندې په امریکا کې ترسره شوې وه.‌

ایلې لیلې، له مخکې څخه د امریکا د خوړو او درملو ادارې نه غوښتي وو چې د کورونا په خفیفو او متوسطو پېښو کې ددغه درمل ورکولو ته اجازه ورکړي.

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي.

د کورونا د پېښو دغه نوي زیاتوالي ګڼ ښارونه او ایالتونه بحراني حالت ته رسولي، چې په دغو ښارونو کې د ټاکساس جنوبي ښار الپیسو هم دی چېرې چې د کورونا ناروغان په تېرو درې اونیو کې درې چنده زیات شوي دي.

په دغه سرحدي ښار کې حالات دومره خراب شوي چې چارواکو د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر پنځو پورې پکې د دوو اونیو لپاره ګرځبندیز لګولی او له خلکو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي.

هغه قاضي چې د ګرځبندیز حکم یې کړی وايي، د ښار په روغتونونو کې د جدي مراقبت خونې ټولې په ناروغانو ډکې وې.

په یوتا کې هم د روغتونونو استازو خبرداری ورکړی چې روغتونونه د ډکېدو په حال کې دي او دوی ښايي مجبوره شي چې د ناروغانو عمرونو او روغتیايي حالت ته په کتو ځینې په روغتون او ځینې له روغتون څخه د باندې وساتي.

د استرالیا په مېلبورن ښار کې بیا حالات په ښه کېدو دي او د نهې یا سې شنبې ورځ یې دوهمه پرپلسې ورځ وه چېرې چې د کورونا نوې پېښه و نه موندل شوه.

د ګل یا دوشنبې ورځ یې د جون له نهمې نېټې راهیسې لومړنۍ ورځ وه چې پکې د کورونا نوې پېښه نه وه.

مېلبورن او ویکټوریا هغه دوه ښارونه وه چې د کورونا نوې پېښې پکې د اګسټ راهیسې په زیاتېدو وي او د ورځنیو پېښو شمېر پکې له ۷۰۰ څخه اوختی وو.

د کورونا د نویو پېښو د زیاتوالي له امله امنیتي حالات هم سخت شوي وو او هغه مسافر به یې په هوټلونو کې قر نطین کول کوم به چې له بهر څخه دغه هېواد ته ورتلل.

د ویکټوریا چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې د مېلبورن پنځه میلیونه وګړي به کولای شي سر له نهې څخه له خپلو کورونو ووځي او ټولې کفې ګانې، بارونه، دوکانونه او هوټلونه به پرانېستي وي.

په ارجنټاین کې هم د کورونا وایرس محدودیتونه نرم شوي دي او خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې خپل کاروبارونه لکه رسټورانټونه، بارونه او جېمونه د تېرو اوو میاشتو راهیسې د لومړي ځل لپاره پرانیزي.

اسوسېټېډ پریس راپور ورکړی چې محدودیتونه په داسې حال کې نرم شوي دي‌ چې د کورونا نوې پېښې په دې وروستیو میاشتو کې په پلازمېنه کې کمې شوې.

په ارجینټاین کې تر ۱.۱ میلیون زیات کسان په کورونا اخته او لږ تر لږه ۲۹۳۰۰ یې مړه شوي دي.

23:52 24.10.2020

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو ترو مخه د جمعې په ورځ په ګرده امریکا کې د کرونا ۸۳ زره ۷۵۷ نوي کېسونه رپورټ شوي چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې یا ریکارډ شمیرې دي. دا شمیرې د جولايي د ۱۶مې نېټې د شمیرو نه ۶۰۰۰ زیاتې دي.

په امریکا کې د دومره زیاتو پېښو رپورټ کیدو وروسته د یخنۍ/ ژمي په موسم کې د کرونا وبا خوریدو اندېښنې نورې هم سېوا شوي دي.

د نیویارک ټاېمز اخبار ترمخه یواځې د جمعې په ورځ د ۴۱ زرو نه زیات امریکایان په هسپتالونو کې علاج لپاره داخل شوي چې د تیرې میاشتې په مقابله کې ۴۱ سلنه زیاته شمیره ده.

د جمعې په ورځ د واشنګټن یونیورسټۍ د صحي شمیرو د ادارې د اندازو تر مخه په امریکا کې که چرې ټول امریکایان ماسکونه په مخ نه کړي، نو د فرورۍ پورې د کرونا وبا د لاسه د مرګونو شمیره ۵ لکو ته رسیدلی شي.

دغه شمیرو تر مخه که چرې ۹۵ فیصده امریکایان ماسکونه په مخ کړي نور ورسره د مرګونو شمیر ۱ لک او ۳۰ زرو پورې کمیدی شي.

23:50 24.10.2020

په اروپا کې د ناروغیو د کنټرول اېجنسۍ د صحت نړیوالې ادارې سره یو ځاې په اروپايي هیوادونو کې د کرونا وبا خوریدو خبرداری ورکړی. د صحت نړیوالې ادارې ویلي په اروپايي هیوادونو کې کرونا وبا ډیره په تیزۍ سره بیرته خوریږي.‌

د یورپي یونین د ناروغیو د قابو کولو او مخنیوي ادارې ډایرېکټر اېنډري اېمون ویلي، په یورپ کې د وبا خوریدو دې اندېښمن حالت د لاسه د عامه صحت نظام د لوې خطر سره مخ دی. داېجنسۍ ویلي، د ساېپرس، اېستونیا، فنلېنډ او یونان نه علاوه نور ټول هیوادونو د انتهايي خطر درجې ته رسیدلي. په دغو کې برتانیه هم شامله ده.

په جرمني کې د خالي/ شنبې په ورځ د رابرټ کوچ ادارې تر مخه د مرګونو شمیره د ۱۰ زرو نه اوختې ده او د ۱۴ زره ۷۱۴ نوي کېسونو رپورټ کیدو سره په جرمني کې د کرونا ناروغانو ټوله شمیر ۴ لکه ۱۸ زره نه زیاته شوې.

په روس کې د جمعې په ورځ د ریکارډ ۱۷ زره ۳۰۰ نوي ناروغانو د رپورټ کېدو وروسته دخالي/ شنبې په ورځ ۱۶ زره ۵۲۱ نوي کېسونو رپورټ شوي.‌ په یو شمیر اروپايي هیوادونوکې بیا خلک د نوي بندیزونه پرځاې شوي او چارواکو په ځینو سیموکې کرفیو یا ګرځبندیز لګولی. په دغه هیوادونو کې د جرمني ځینې برخې، سپین، اټلي، برتانیه او سلواکیه شامل دي.

په فرانس کې بیا د جمعې په ورځ د ۴۲ زرو نه زیاتو پېښو رپورټ‌ کیدو وروسته د کرونا ناروغانو شمیره د یو میلین یا لسو لکو نه سېوا شوې. فرانس د نړۍ اووم هیواد شو چې د کرونا ناروغانو شمیره یې د لسولکو نه سېوا شوې. په نړۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې ناروغان په امریکا،‌ بیا هند، ورپسې برازیل، روس،‌ارجنیټینا او سپین دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو تر مخه په لاطیني امریکا کې کولمبیا کې د کرونا کېسونه نهه لکه، اته نوي زره ۹۴۲ ته رسیدلي.‌

په نیپال او اټلي کې بیا په سلګونو خلکو په خپلو سیمو کې د بندیزونو او کرفیو پرضد د جمعې به شپه احتجاجونه کړي. مظاهره کونکو په پولیسو د لوګي بمونه ویشتلي او پولیسو پرې اوښکې بهیونکی ګېس کارولی. په اټلي کې د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۲۰ زره نوي پېښې رپورټ شوي چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو لوړه شمیره ده.

په اروپا کې د کورونا د پېښو د زیاتوالي سره سره په هسپتالونو کې د داخل شوو ناروغانو شمېر اوس هم د مارچ او اپرېل میاشتې د شمیرو نه کمه ده. خو هره هفته پکې زیاتوالی راروان دی.

بل خوا په نړۍ کې څېړونکي د کورونا لپاره د یو خوندي او اغېزناک واکسین د جوړېدو په لاره کې سیالي کوي. کورونا تر اوسه پورې په نړۍ کې تر د ۱.۱ میلینو نه زیات کسان مړه او تر ۴۲.۳میلیونو نه زیات یې ناروغه کړي.‌

06:14 17.10.2020

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د جمعې د ورځې د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس نه تر اوسه پورې ۱۱۰۲۱۴۶ کسان مړه شوي دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د جمعې په ورځ وویل د کرونا وایرس له امله په دنیا او په خصوصي توګه په یورپ او لاطیني امریکا کې د خلکو د ناروغه کېدو شرح ریکارډ حد ته رسېدلې ده.

د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبریېسس په جنیوا کې د جمعې په ورځ خبري غونډې ته وویل په تېرو څلورو ورځو کې تر ریکارډ حد پورې د کرونا وایرس کېسونه ریکارډ شوي دي.

ګېبریېسس وویل په تېرو څلورو ورځو کې یوازې په لسو ملکونو کې ۷۰ فیصد کېسونه رپورټ شوي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په تېرو ۲۴ ګنټو کې په امریکا کې ۶۳۶۱۰ نوي کېسونه رپورټ شوي چې د بل هر ملک نه زیاته شمېره ده.

د امریکې د جانز هاپکنز یونېورسټۍ د جمعې د ورځې د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد اووه اشاریه اته نوي مېلین ته رسېدلی دی.

جانزهاپکنز وايی په امریکا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مړینې شمېر ۲۱۸۰۰۰ ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د کرونا نوی کېسونه تر ټولو زیات په ټېکسس، الینايي، وسکانسن، فلورېډا او کېلېفورنیا ریاستونو کې رپورټ شوي دي.

د جانز هاپکنز د شمېرو ترخه په هندوستان کې د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۶۳۳۷۱ نوي کېسونه رپورټ شول. د هندوستان ترڅنګ به فرانس، برازیل او برطانیه کې هم د کرونا وایرس په نویو کېسونو کې اضافه ولیدل شوه.

د ډبلیو اېچ او ماریه وان کرکېیو د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د یورپ په ۸۰ فیصد ملکونو کې د کرونا وایرس په کېسونو کې اضافه شوي ده.

د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه په برطانیه کې د جمعې په ورځ ۱۹۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ شول.

نور کتل

XS
SM
MD
LG