لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

14:36 28.5.2020

په امریکا کې د کرونا وایرس له امله د خلکو د مړينې شمېر د یو لاک نه او په نړیواله کچه دغه تعداد د ۳۵۵۰۰۰ نه زیات شوی دی.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د ناروغانو شمېره پنځه اشاره اووه مېلین ده چې ۳۰ فیصد پکې په امریکا کې دي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په امریکا کې د کرونا وایرس له امله د مرګونو شمېر د ویټ نام او کوریا په جنګونو د وژل شویو امریکايي عسکرو د تعداد نه زیات دی.

په هندوستان کې د زیارت، پنجشنې، په ورځ د کرونا وایرس ۶۵۶۶ نوي کېسونه رپورټ شول. د کرونا وایرس د خپرېدو په لحاظ هندوستان د دنیا لسم ملک دی چې د ناروغۍ زیات کېسونه پکې رپورټ شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه نور ۳۶ کسان مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره ۱۲۶۰ ته رسېدلې ده.

په ملک کې په تېر شوا روز کې په ۲۰۷۶ نورو کسانو کې د کرونا وايرس پېښې مخې ته راغلي چې ورسره په ملک کې د کرونا وایرس نه د اغېزمنو ټوله شمېره ۶۱زره ۲۲۷ ته سېوا شوې ده.

د سرکاری شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس اخته ۲۰زره۲۳۱ کسان صحتمند شوي هم دي

15:30 21.5.2020

د نړۍ ۷ شته منو هیوادونو یا جي سېون د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په هغه وړاندیز غور کوي چې راروانه میاشت د دغه هیوادونو سرمشریزه غونډه کې دې ټول مشران په داسې مهال پخپله برخه واخلي، چې نړۍ دا وخت د کرونا وبا د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

امریکايي صدر دغه خیال یا وړاندیز تیره ورځ په یو ټویټ کې وړاندې کړی او لیکلي یې وو ٫٫ بیرته کامیابۍ یا عظمت ته د تلو وخت دی٬٬ صدر ټرمپ وړاندې لیکلي ٫٫ نور غړي هیوادونه هم بیرته خپل راتګ پېلوي، عام ژوند ته بیرته راتګ به د ټولو لپاره یوه لویه نښه وي.٬٬

د جاپان ستر حکومتي ویاند بیا نن ویلي چې د وزیراعظم شېنزو ابې په دغه غونډه کې پخپله برخه اخستلو باندې لا هم غور روان دی او دا چې دواړه هیوادونه به دې معامله د یو بل سره په رابطه کې دي.

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو ویلي چې د جې سېون غونډه کې پخپله د ګډون یا په انټرنېټ یا ورچول برخه اخستلو فیصله به په د کرونا مخنیوي لپاره اخستل شوي ګامونو او د صحي پوهانو په مشوره کوي. د فرانس صدر ایمانیول مېکرون دفتر ویلي، که طبی حالات سم وي اواجازه ورکړي هغه دغه غونډې له تګ ته تیار دی خو د جرمني چانسلرې انګېلا مرکیل ویلي ٫٫ هغه به انتظار کوي چې څه کیږي.٬٬

د نړۍ ۷ شته منو هیوادونو دغه ډلې غړو په خپلو هیوادونو کې د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه یا لاک ډاون پورته کول پېل کړي دي. د جاپان د اقتصاد وزیر نن د زیارت په ورځ ویلي چې طبي ماهیرینو یې هغه حکومتي پلان منظور کړی چې تر مخه په اوساکا او دوو نورو برخو کې لګول شوی بیړنی حالت ختموي خو دغه حالت به په ټوکیو کې عملي وي.

15:28 21.5.2020

د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او ویلي په یوه ورځ کې د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې یو لک او 6 زره پېښې رپورټ شوي کومې چې د کرونا وبا پیلدو راهسې په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې پېښې دي.

د ډبلیو اېچ او مشر ټیډروس ګبریاسس تیره ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي د نوو پېښور په دریو کې دوه برخو پخلی یواخې د څلورو هیوادونو کې شوی. که څه هم نوموړي د دغه هیوادونو نامې نه دي اخستي، خو یو شمیر میډیايي رپورټونو په دغه هیوادونو کې امریکا،‌ روس،‌ برازیل او هند یاد کړي. نوموړي ویلي: "مونږ په غریبو او د منځنې کچې په هېوادونو کې د کورونا د نویو پېښو د زیاتېدو په اړ اندېښنه لرو."

د ډبلیو اېچ او مشر زیاته کړې، اداره یې په دوامداره توګه هڅه کوي چې په غړو هېوادونو کې روغتیايي کارکونکو او ناروغانو ته د وسایلو په رسولو کې مرسته وکړي تر څو روغتیايي نظام کار وکړي.

India coronavirus Corona Virus Outbreak
India coronavirus Corona Virus Outbreak

15:25 21.5.2020

د کرونا وایرسه په ګرده نړۍ کې د اغیزمنو خلکو شمیره ۵ میلینه یا پنځوس لکه ته رسیدلی او د دې وبا د لاسه د مرګونو شمیره د ۳ لکه او ۲۸ زرو نه زیاته شوې. امریکا په نړۍ کې تر ټولو زیات اغیزمن هیواد دی چرته چې ۱۵ لکه خلک اغیزمن شوي‌ او ۹۳ زرو نه زیات کسان مړه شوي.

تیره ورځ بیا په اټلي کې د کرونا ناروغانو په شمیره کې کمی لیدل شوی او په دغه هیواد کې د کرونا وایرسه د اغیزمنو خلکو شمیره د ۸۱۳ نه ۶۶۵ ته کم شوی. سپېن کې بیا په دویمه ورځ د ۱۰۰ نه کم مرګونه رپورټ شوي. سپېن او اټلي په یو وخت کې د کرونا وایرسه تر تولو زیات اغیزمن هیوادونه او یا د کرونا مرکز ګڼل کیدل.

تیره ورځ په برازیل کې نژدې ۲۰ زره نوې پېښې رپورټ شوي،‌ چې په دغه هیواد کې په یوه ورځ کر تر ټولو زیاتې پېښې دي. د برازیل د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې ښار ساو پالو کې چارواکو پرله پسې په شپږمه ورځ هم رخصت اعلان کړی چې خلک د بهر وتلو منع کړي او وایرس نور خور نه شي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG