لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له کرونا وایرسه په نړۍ کې د مړو شمېر درې لکه 88 زره، په امریکا کې یو لک اته زره ته ورسېد

‌د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر 66 لکه 7 زره 800 او د مړو شمېر درې لکه 88 زره ته رسېدلی دی. په امریکا کې د دې ناروغۍ د مړو شمېر یو لک 8 زره 175 ته رسېدلی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر 19 لکه ته رسېدلی دی.


20:35 4.6.2020
د چلي په سانتیاګو ښار کې چارواکو د څلورمې اونۍ لپاره هم پندیز غځولی
د چلي په سانتیاګو ښار کې چارواکو د څلورمې اونۍ لپاره هم پندیز غځولی

د لاطیني امریکا په چلي هیواد کې چارواکو ويلي‌ تیره ورځ د کرونا وایرسه ۸۷ تنه مړه شوي چې په دغه هیواد کې په یوه ورځ کې تر ټولو لویه د مرګونو شمیره ده.

په چلي کې د کرونا خوریدو له سببه د دغه هیواد د صحت نظام یا هسپتالونو کې ناروغان ډیر شوي . چارواکو په سانتیاګو ښار کې د مرګونو او ناروغانو شمیرې سېوا کیدو وروسته بندیز د څلورمې اونۍ لپاره هم غځولی. په چلې کې تر اوسه د کرونا وایرس ۱ لک ۱۳ زره کېسونه او ۱۲۰۰ مرګونه رپورټ شوي.‌

چلي برازیل، کولمبیا،‌ پېرو، میکسیکو، هیټي،‌ارجنټینا او بولیویا د لاطیني امریکا هغه هیوادونه دي چرته چې د کرونا وبا ډیره خوره شوې ده.‌

20:31 4.6.2020

د امریکا نیویارک ټاېمز د یو رپورټ تر مخه د صدر ټرمپ‌انتظامې د کرونا وایرس پرضد ویکسین جوړولو لپاره پینځه کمپنۍ خوښې کړي. په دغو کې د ماسيچیوسټ ماډېرنا،‌ د اکسفورډ یونیورسټې سره تړلې اداره آسټرا زینکا او د دوایانو جوړولو لوې کمپنۍ لکه جانسن اېنډ جانسن، مرک او فاېزر شاملې دي. نیویارک اخبار د یو حکومتي چارواکو لخوا ویلي چې سپنه ماڼۍ به د دغه فیصلې اعلان په راروانو څو اونیو کې وکړي.

بلخوا د امریکا مینیسوټا یونیورسټۍ د یوې تازه څیړنې تر مخه هاېډروکلوروکین،‌ هغه دوايي چې صدر ټرمپ‌ ورته د کرونا پرضد علاج وايي‌ روغ کسان کرونا وایرس لګیدو ته نه اسانوي. د نیو انګلېنډ جرنل یا طبي‌ مجلې تر مخه دغه دوايي اوس د پخوا په شان موثره نه ده پاتې. دغه دوايي د ملیریا د علاج لپاره کارول کیږي او امریکايي‌ صدر ادعا کړې وه چې د کرونا وایرس پرضد کار کوي او هغه پخپله هم کارولې ده. خو ځیني ډاکټرانو ویلي وو چې د کرونا لپاره د دغه دوایي کارول خطرناکې نتیجې لري. لکه د زړه مسلې او حال دا مرګونه تر هم کیدلی شي. د صحت نړیوالې ادارې د کرونا ناروغانو لپاره د دغه دوایۍ کارول او په دغې دوا تجربې کول بند کړي دي. او په فرانس کې بیا په دغه دوایۍ بندیز هم لګول شوی دی.

20:29 4.6.2020

په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز یا سي‌ ډي سي تر مخه د اپریل په میاشت کې چې کله کرونا وبا په انتهايي حالت کې وه په امریکا کې د هسپتالونو اېمرجنسي رومز یا د بیړني مرستو لپاره ورتګ ته د غیر کرونا ناروغانو شمیره ډیره کمه شوې وه.

دغه ادارې تیره ورځ په خپره شوې یوه څیړنه کې زیاته کړې چې دغه شمیره بیا د ۱۴ کالو نه کم او د لږ زیات عمر ماشومانو،‌ ښځو او د امریکا شمال ختیځو سېمو کې سېوا وه. د مرکز تر مخه د سینې درد، د زړه دورې او د هغه ماشومانو چې د ساه لنډي مسله لری د هغو هسپتالونو ته راتګ کې ډیر کمی لیدل شوی.

په ګرده نړۍ کې د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې دي چرته چې د ۱۸ لکو نه زیات خلک ناروغه او ۱ لک ۷ زره او ۱۷۵ کسان تر اوسه د کرونا نه مړه شوي دي.

19:10 2.6.2020

په نیوزي لېنډ کې په تېرو ۱۱ ورخو کې د کرونا وایرس نوی تصدیق شوی کېس نه دی رپورټ شوی او ممکنه ده چې اینده هفته کې په سماجي واټن او د خلکو په یو ځای کېدو پابندۍ ختمې کړي.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مړینې شمیر ۳۷۶۱۷۷ او په امریکا کې ۱۰۵۱۴۷ ته ورسېدو.

د نیوزي لېڼد وزیراعظمې جسیڼدا ارډین د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د کرونا وایرس د مخنیوي په اړه بیړني او سختو ګامونو کامیابي ترلاسه کړې ده.

په نیوزي لېنډ کې د تېرو شپږو هفتو راهسې سخت لاک ډاون پرځای و او په تېرو ۱۱ ورځو کې یې د وایرس نوی تصديق شوی کېس نه دی رپورټ کړی.

جسیڼدا ارډېن وویل نیوزي لېڼد به د دنیا لومړی ملک وي چې ژوند به پکې د معمول کچې ته راشي.

د فرانس په سرښار پېرس کې رېسټورانټونو، بارونو او کېفو کې خلکو ته بهر کې کښېناستو اجازت ورکړی شو.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل جنوبي او مرکزي امریکا د کرونا وایرس د خپرېدو انتهايي سنګین مرکز بللی دی.

د ډبلیو اېچ او د بیړني پروګرام مشر مایک راین وویل په برازیل، کولمبیا، پېروو، چلي، مېکسیکو او بولیویا کې د کرونا وایرس ډیر کېسونه رپورټ کېږي.

د مېکسیکو د صحت وزارت ویلي په ملک کې د کرونا وایرس د مرګونو شمېر د ۱۰۰۰۰ نه زیات شوی.

په امریکا کې د کرونا وایرس له امله د زیات عمر کسانو په مرکزونو کې ۲۶۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG