لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

21:36 27.6.2020

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د کرونا وایرس د معلوماتو مرکز د شمېرو تر مخه په نړۍ کې د کرونا وایرس نه د اغیزمنو خلکو شمیره لس میلینو یا یو کروړ ته ډیر په تیزۍ سره روانه ده. د مرکز تر مخه تر اوسه 9.8 میلینو نه زیات خلک په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس څخه اغیزمن شوي دي.

دجمعې په ورځ په امریکا کې په یوه ورځ کې په کرونا وایرس د نویو اخته شوو کسانو شمېر ترټولو لوړې کچې ته رسېدلې دی. تیره ورځ په امریکا 40 زره پېښې رپورټ شوي چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې شمیر دي.

د دغه زیاتوالي وروسته فلوریډا او ټېکساس ایالتونو اعلان کړی چې دوی به شراب خانې یا بارونه بېرته تړي‌ او ځیني نور بندیزونه به بیا عملي‌ کوي چې د کرونا وایرس د خوریدو مخه ونیسي. په امریکا کې د صدر ډانلډ ټرمپ د انتظامیې د کرونا وایرس ټاسک فورس تېره ورځ نږدې دوه میاشتې وروسته په ډاګه د مطبوعاتو سره خبرې کړي خو په دغه خبرو کې صدر ډانلډ ټرمپ نه وو موجود.

د امریکا وروسته کرونا وایرس برازیل ترټولو ډېر ځپلې دی چېرته چې د کرونا ناروغانو شمېره 1.2 میلینه یا 12 لکه ده. برازیل کې تراوسه کرونا وایرس نه 55,961 کسان مړه شوي دي. روس چې د کرونا وایرس د پېښو ترمخه دریم هېواد دی تراوسه پکې 626,779 خلک کرونا باندې اخته دي او 8,958 مړینې پکې رپوټ شوي دي.

په هند کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېره د پنځو لکو نه اوړیدلې ده او تر اوسه 15,685 کسان ددغه نړیوالې وبا نه مړه شوي دي.

د ټاېمز اف انډیا د خالي یا شنبې د ورځې د یو خبر تر مخه په هند کې د جمعې د ورځې راپه دیخوا 18552 نوې پېښې ریکارډ شوي چې د جمعې د ورځې د 17296 ریکارډ یې مات کړی.

د اسټریلیا په وکټوریا ایالت کې د خالي په ورځ 41 نوي کېسونه ریکارډ شوي دي چې پرله پسې 11مه ورځ ده چې دومره شمېرې ریکارډ‌ کیږي. اسټریلیا ویلي دوd به په وېکټوریا کې د زیاتیدونکې شمېر باوجود د هیواد اقتصاد پرانیزي.‌ په نیو ساوته وېلز کې هم د خالي په ورځ 6 نوې پېښې رپورټ شوي.

د امریکا، روس او نورو یو شمیر هغه هیوادونو مسافر چېرته چې د کرونا ناروغي نه ده کمه شوې، دوي ته به د جولایي لومړۍ نېټې وروسته د اروپايي بلاک هیوادونو ته د سفراجازه نه وي.‌ د امریکا یو وفاقي جج د صدر ډانلډ ټرمپ‌ انتظامیې ته امر کړی چې هغه ماشومان د پرېږدي چې د تیرو شلو ورځو راهسې د خپلو کورنیو د غړو سره د ټیکساس او پېنسلوینیا په مرکزونو کې د کرونا وبا د لاسه ساتل شوي دي.

هم د جمعې په ورځ د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) ویلي راروانو څو کلونو کې د کرونا وایرس پرضد د ټسټونو،‌ویکسینو او علاج لپاره به ورته هر کال 30 بېلینه ډالره مرستې پکار وي.‌ د نړیوالې ادارې په مشرۍ کې جوړ دغه اېتلاف دا مهال د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي لپاره هڅې کوي او غواړي دغه فنډونه د غریبو هیوادونو د اقتصادي مرستې لپاره د راروان کال نیمايي پورې استعمال کړي.‌

د پرتګال د اووه لکه ابادۍ په لسبن ښار کې د کرونا وایرس د بیا خوریدو وروسته د ټولبند یا لاک ډاون لګولو فیصله شوې ده. په برتانیه کې د صحت سېکتر خبرداری ورکړی چې د سختې ګرمۍ د لاسه د سمندر غاړې یا بیچونه دې بیرته وتړل شي ځکه په برتاینه کې د کرونا ناروغان بېرته په زیاتیدو دي.‌

06:18 27.6.2020

په ټوله دنیا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر ۹۷۷۶۳۹۲ ته رسېدلی او د جانزهاپکنز یونیورسټۍ د معلوماتو ترمخه ۴۹۳۶۰۴ کسان د دې وایرس نه مړه شوي دي.

هندوستان د جمعې په ورځ تایید کړه چې په دغه هېواد کې په تېرو۲۴ ګنټو کې ۱۷۲۹۶ کسان کرونا مرناروغه کړي دي او په هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له پنځه لکه نه زیات شوی دی.
د کورونا په پېښو کې له دغه زیاتوالي سره د اورګاډو تګ راتګ چې ټاکل شوې وه د جون په ۳۰ نېټه پیل شي د اګسټ تر ۱۲ نېټې پورې ځنډېدول شوی دی.


په امریکا کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کرونا د ۳۹۳۲۷ نوي بېښې رپورټ شوي دي.
په امریکا کې که څه هم رسمي شمېرې ښيي چې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۲.۵ میلیونو څخه اوختی خو د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د زیارت یا پنجشنبې په ورځ‌ وویل چې ټول ټال ښايي ۲۰ میلیونه امریکایانو د کورونا وایرس اخېستی وي چې دا شمېر لس چنده زیاته د

20:49 24.6.2020

په دنیا کې د کرونا وایرس له امله د خلکو د مرګونو شمیر ۴۷۸۲۸۹ ته ورسیدو او د وایرس د مریضانو او مرګونو د شمېرو په لحاظ لاطېني امریکا د کروناوایرس مرکز ګنل کېږي.

د امریکې د جانزې هاپکنزې د طب یونیورسټۍ د شمیرو ترمخه په نړیواله کچه دا وخت د کرونا د مریضانو شمیر ۹۲۹۵۳۶۵ ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د کرونا وایرس د مرګونو تعداد ۱۲۱۲۷۹ ته رسېدلی دی، د جانز هاپکنز شمیرې ښايي.

په لاطیني امریکا کې د کرونا وایرس وایرس له امله د خلکو د مرګونو شمیر د یو لاک نه پورته شوی دی او دغه سیمه دا وخت د وایرس مرکز ګڼل کیږي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د لاطیني امریکې ملک برازیل کې د کرونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه دي چې شمېر یې ۱۱۴۵۹۰۶ دی. په برازیل کې ۵۲۶۴۵ کسان د وایرس نه مړي شوي دي چې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه د امریکې پسې په دویمه درجه زیات کېسونه دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په برازیل کې په تېرو ۲۴ ګنټو کې ۳۹۴۳۶ نوي ناروغۍ او ۱۳۰۰ مرګونه رپورټ شول.

03:16 13.6.2020

په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله د مړه شویو خلکو شمېر ۴۲۳۰۰۰ ته او په امریکا کې دغه تعداد ۱۱۴۴۴۶ ته ورسیدو.

د امریکې جانزهاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د مریضانو شمیر ۷۵۸۹۸۳۸ دی.

هندوستان د جمعې په ورځ د کرونا وایرس ۱۱۰۰۰نوي کېسونه رپورټ کړل چې په ملک کې په ۲۴ ګنټو کې د ناروغۍ تر ټولو زیاته شمېره ده.

پاکستان د جمعې په ورځ ۶۳۹۷ کېسونه رپورټ کړل او ماهرین وايي په ملک کې وایرس د تېرې میاشت راهسې خپور شوی کله چې وزیراعظم عمران خان په ملک د وایرس د مخنیوي په خاطر لاک ډاون لېرې کړو.

په هندوستان کې د کرونا نوي پېښې په داسې حال کې رپورټ شوي دي چې په ملک کې دوکانونه، مالونه، کارخانې او د عبادت ځایونه د دوو میاشتو د بند وروسته بیا پرانیستل شوي دي خو د زیات خطر په ځایونو کې بندیزونه پرځای دي.

د کرونا وایرس د تازه پېښو وروسته هندوستان د دنیا څلورم ملک شو چې د ناروغۍ زیاتې شمېرې لري. دا وخت په امریکا تر ټولو زیات د کرونا وایرس پېښې لري، ورپسې برازیل او بیا روس دی.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه هندوستان کې د کرونا وایرس مجموعې شمېرې ۲۹۷۵۳۵ دي او په نړیواله کچه دغه تعداد اووه اشاره پنځه مېلین ته رسېدلی دی.

د امریکې د کرونا وایرس شمېر د دوه مېلین نه زیات دی. په برازیل کې ۸۰۰۰۰۰ او روس کې ۵۱۰۰۰۰ دی.

امريکا د کرونا وایرس د دنیا تر ټولو زیات مرګونه لري چې تعداد یې ۱۱۳۸۰۰ دی. په نړیواله کچه دغه شمېر ۴۲۲۰۰۰ دی.

د امریکې په اوریګن ریاست کې د کرونا وایرس د کېسونو زیاتېدو له امله حکومت د کاروبارونو د بیا پرانستل وځنډول. په ریاست کې د وایرس ۱۷۷ نوي کېسونه او دوه مرګونه رپورټ شول.

چین د جمعې په ورځ د کرونا وایرس اووه نوي کېسونه رپورټ کړل چې يو پکې په سرښار بيجنګ کې وچې په تېرو څو هفتو کې په ښار کې د وایرس لومړۍ پېښه وه. د چارواکو په وینا د کرونا نور کېسونه هغه کسان وو چې د خارج نه ملک ته ستانه شوي دي.

او یو امریکنۍ کمپنۍ ویلي اینده میاشت به په پراخه کچه د کرونا وایرس د ممکنه وېکسین ازموینې شروع کړي. موډرنه نومې کمپني د امریکې د نېشنل انسټېټیوټس اف هېلت سره په شریکه په دغه وېکسین کار کوي. کمپني وايي په ۳۰۰۰۰ رضاکارانو په ازموینې شروع کوي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG