لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

09:58 18.7.2020

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړينو شمېره شپږ لکه 1927 ته ورسېده، او د اغېزمنو شمېره د يو کروړ، 40 لکه او 60 زرو نه سېوا شوې ده.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په نړۍ کې د دوه نيم لکه پورې نورو کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

امريکا اوس هم په سر کې ده چرته چې کرونا وايرس د نړۍ تر ټولو زياتو خلکو ته پورې شوي او مړينې يې کړي دي.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امریکا کې تراوسه پورې په 36 لکه، 47زره او 237 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

کرونا وايرس په امریکا کې يو لک 39 زره225 کسان مړه کړي دي.

په دوېم نمبر برازيل کې په دوه لکه 46زره 328 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او 77زره 851 يې مړه کړي دي.

په برازيل پسې په درېم نمبر هند دی چې پکې په يږو لک 3832 کسانو کې د کرونا پخلی شوی خو په درېم نمبر زيات مړي بيا برتانيه کې شوي او کرونا وايرس په برتانيه کې 45زره318 کسان مړه کړي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېره دوه لکه، 61زره 917 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس نه د تازه 47 کسان د مړه کېدو سره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو ټوله شمېره 5522 ته رسېدلې ده.

سرکاري شمېرې ښايي دا وخت هم په ملک کې د 1604 کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په افغانستان کې په 35زره229 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او په دغه هېواد کې يې 1147 کسان مړه کړي دي.

20:51 10.7.2020

امریکا کې په تېرو 24 ساعتونو کې د کرونا وایرس ریکارډ 63 زره قضیې رپوټ شوې دي. د جانز هاپکنز پوهنتون ترمخه په امریکا کې تراوسه د کرونا وایرس څخه درې میلینه یو لک او 18 زره نه زیات کسان اغیزمن شوي او 133,291 یو لک 33 زره نه ریات مړه شوي هم دي.

د امریکا نه پس په نړۍ کې کرونا وایرس نه برازیل د ټولو زیات ځپل شوی هېواد دی. په برازیل کې په تېرو 24 ساعتونو کې 42 زره نوي کیسونه رپوټ شوي دي. په برازیل کې تر دې دمه د کرونا وایرس نه 69,184 خلک مړه شوي دي او یو میلین او اووه لکه 55 زره نه زیات کسان په اخته شوي دي.
هندوستان د هغو هېوادونو په لېسټ کې دریم ځای لري چې د وژونکې ناروغۍ لخوا اغیزمن شوي دي ، د زیارت په ورځ په هند کې 26،000 قضیې ثبت شوې دي. په هند کې تر دې دمه د کرونا وایرس څخه د اغیزمنو خلکو شمېره 793,802 ده او 21,604 خلک مړه شوي دي.

د زیارت په ورځ په مېکسیکو کې هم د یوې ورځې ریکارډ پیښې هم رپورټ شوې دي.

د بولیویا د مواقتي صدر د کرونا وایرس ټېسټ مثبت راغلی دی.

هانګ کانګ د کرونا وایرس د خپریدو د مخنیوي دپاره د سکولونو د تړلو اعلان کړی دی.

په تیرو 24 ساعتونو کې په پاکستان کې د 75 د مړینې او 2751 نوې پیښو رپوټ ورکړل شوی دی.

په پاکستان کې د مړینو ټولټال شمیره له پنځو زرو څخه اوښتې ده، په دغه هېواد کې د حکومتي شمیرو ترمخه دوه 43 زره کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.
په اففانستان کې په تیرو
24 ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس 286 مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا وایرس مثبتو پېښو شمېر 34194 ته پورته شوو.

11:42 9.7.2020

کرونا وايرس څخه په نړۍ کې د مړو شمېره د څلور لکه 49 زره او په امریکا کې د يو لک 32 زره نه سېوا شوې

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر یو کروړ 20 لکه او د مړیو شمېر پینځه لکه 49 زره او 477، په امریکا کې د اغېزمنو کسانو شمېر درې میلینه (30 لکه) 55 زره او څلور، او د مړیو شمېر یو لک 32 زره 309 ته ورسېد. په برازیل کې د اغېزمنو کسانو شمېر 17 لکه 13 زره او د مړیو شمېر 67 زره 964 شو.

په برازيل پسې هند په درېم نمبر هېواد دی چې پکې د کرونا وايرس اووه لکه 67زره 296 پېښې مخې ته راغلي او 21زره 129 کسان ترې مړه شوي دي.

په روس کې په شپږ لکه 99زره749 کسانو کې د کرونا وايرس پخل شوی او لس زره650 ترې مړه شوي دي.

22:13 2.7.2020

ډبلیو اېچ او: د کرونا ۱۰ میلینه پېښو کې ۶۰ فیصده یواځې په جون میاشت کې رپورټ شوي

د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او ویلي د دسمبر د میاشتې راپه دیخوا د کرونا وبا نه اغیزمنو شوو ۱۰ میلینه خلکو کې ۶۰ فیصده کېسونه یواځې د جون په میاشتې کې ثبت شوي چې ښايي دغه وبا د کمیدو پرځاې نوره بد حال ته ورروانه ده.

د ادارې مشر ټیډروس ګېبریاسېس د جولايي په لومړۍ نېټه ویلي دا مهال په نړۍ کې د ورځې په حساب ۱۶۰۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ کیږي. نوموړي زیاته کړې، د کرونا وایرس مخنیوي لپاره هیوادونه باېد ګټه ور ګامونه پورته کړي.

نوموړي‌ ویلي: ٫٫ د کرونا ناروغان معلومول، د نورو نه جدا کول،‌ بیا معاینه/ ټستونه او د هرناروغه تن پام ساتنه؛ د کرونا ناروغه سره نژدې شوي خلک لټول او قرنطین کول؛ د صحت کارکونکي تربیه کول او دوي له پوره اوزار یا الات ورکول خلک په دې خبره پوه کول چې ځان او نور خلک به څنګه د کرونا نه ساتي.٬٬ نوموړي‌ وړاندې ویلي‌، کومو هیوادونو چې خواره واره ګامونه پورته کړي هغوي‌ته یو سخته او لوېه لار ورپه غاړه ده.‌

د ډبلیو اېچ او مشر ویلي : ٫٫ یواځې په ټسټونه نه کیږي، نه په ټولنیز واټن،‌ نه یواځې د کرونا اغیزمن معلومول او نه یواځې په ماسکونو کیږي.‌ دا ټول به په ګډه کول وي.٬٬ ښاغلي ټېډروس ‌ویلي په تیرو شپږو میاشتو کې چې کومه زده کړه شوې هغه دا ده چې هیڅ هم ناوخته نه دي.‌ که په هر یو هیواد کې هر قسمه حالات وي دا بدلیدلی شي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG