لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نړۍ کې د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره د يو ملين نه سېوا شوه

په نړۍ کې د کرونا وايرس له امله د مړينو شمېره يو ملین 1644 ته رسېدلې او د اغېزمنو شمېره د 33 ملينو نه سېوا شوې ده.


BD corona
12:04

په نړۍ کې د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره د يو ملين نه سېوا شوه

په نړۍ کې د کرونا وايرس له امله د مړينو شمېره يو ملین 1644 ته رسېدلې او د اغېزمنو شمېره د 33 ملينو نه سېوا شوې ده.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ په 188 هيوادونو کې د کرونا څخه په مړه شوؤ يو ملين نه زیاتو کسانو کې دوه لکه 5020 کسان یواځې په امريکا کې مړه شوي دي.

په امريکا پسې په دوېم نمبر زياتې مړينې په برازيل کې يو لک 42زره58 او په هند کې يې 96زره 318 کسان مړه شوي دي.

د دې ترڅنګ په کرونا وهلو 33 ملينو نه په زیاتو کې د اووه ملینو نه زيات کسان په امریکا، د شپږ ملينو نه زیات په هند، د څلور نيم ملينو نه زیات په برازيل او يو ملين نه زيات په روس کې کرونا وايرس وهلي دي.

د صحت د نړیو الې ادارې د چارواکو په وېنا څومره شمېرې چې مخې ته راغلي ښايي چې د دې نه زيات خلک کرونا وايرس اغېزمن کړي وي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ګل/ دوشنبې په ورځ ژمنه کړې چې يقيني کوي به چې د کرونا وايرس په تېزۍ سره 150 ملينه ټېسټونه وشي.

په امریکا کې د ناروغيو د قابو او مخنیوي د مرکز مشر ډاکټر رابرټ رېډفيلډ ويلي، مونږ د کرونا وبا ختمېدو ته نزدې نه يُو.

03:26 26.9.2020

په نړیواله کچه د کرونا وایرس د کېسونو تعداد ۳۲۳۹۰۲۰۴ ته رسېدلی او ۹۸۵۳۰۲ کسان ترې مړه شوي دي.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورستۍ د جمعې د ورځې د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس نه د مړه شویو کسانو تعداد د دوه لکه نه زیات شوی دی.

په امریکا کې د کرونا وایرس له امله د خلکو د مړينې شمېر د دوه لکه او د مریضان تعداد د اووه مېلین نه زیات شو.

په عین حال کې په يورپ کې د کرونا وایرس د کېسونو زیاتېدو له امله حکومتونو بندیزونه بیا پرځای کړي دي.

د یونیورسټۍ ترمخه په موجوده وخت کې په امریکا کې د دنیا ترټولو زیات کرونا وایرس کېسونه موجود دي‌. د دې نه پس بیا هندوستان، برازیل، روس او کولمبیا د کرونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه لري.

په براعظم يورپ کې د کرونا وایرس په کېسونو کې د بیا اضافې نه پس حکومتونو بیا په خلکو اوکاروبارونو بیا بندیزونه پرځای کړي دي.

په برطانیه کې نواوېکس نومې امریکايي کمپنۍ د کرونا وایرش په ضد د وېکسین اخیرۍ ازموېنې شروع کړي دي. په ازموینو کې به د ۱۸ نه تر د ۸۴ کالو عمر ۱۰۰۰۰ کسان برخه اخلي او کمپنۍ ویلي ازموینې په برطانیه کې ځکه کوي چې وایرس په برطانیه کې په لوه کچه ګردش لري او ممکنه ده چې ازموینې زر نتېجې راوړي.

06:37 19.9.2020

یو شمېر پورپي ملکونو د جمعې په ورځ کرونا وایرس د مخنيوي په غرض نوي بندیزونه په داسې حال کې پرځای کړل چې د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او خبرداری کړی چې کرویا وایرس په براعظم کې بیا په خپرېدو دی.

د امریکي جانز هاپکنز یونیورستۍ د جمعې د ورځ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه کرونا وایرس نه د خلکو د مړينې تعداد ۹۴۹۶۸۶ ته ورسېدو. په نړیواله کچه د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر د جانز هاپکنز ترمخه ۳۰۳۸۷۵۵۱ ته رسېدلی دی.

د هندوستان د صحت او کورنیو د خېر ښېګړی وزارت د جمعې په ورځ وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې په ملک کې ۹۶۴۲۴ د کرونا نوي کېسونه او د وایرس له امله ۱۰۰۰ کسان مړه شوي.

بلخوا د د سپېن په مېډریډ ښار کې به د ګل، دوشنبې، د ورځ نه لاک ډاون یا ټول بندیز شروع شي. په حرکت په بندیزونه وي خو خلکو ته به کار ته د تګ اجازت وي.

په فرانس کې د لسو نه د زیاتو کسانو په جمع کېدو پابندي پرځای کړی شوي ده.

په اسرایل کې هم لاک ډاون شروع شوی دی.

په ایران کې د جمعې په ورځ ۳۰۴۹ نوي کېسونه رپورټ شول.په ورستیو هفتو کې د کرونا وایرس په کېسونو کې زیاتوالي له امله کېنېډي او امریکې فېصله کړې چې د غېر ضروري سفر دپاره د سرحد بندیز به د اکتوبر د ۲۱ نېټې پورې وغزځوي.

10:23 18.9.2020

په نړۍ کې د کرونا وايرس د 30 ملينو څخه زیاتو کسانو ته ورپورې شوي

کرونا وايرس د نړۍ په 188 هېوادونو کې 30 ملينه 71368 کسانو ته ورپوې شوي او تر اوسه پورې يې 944887 کسان مړه کړي دي او 24 ملينه39652 کسان ترې ښه شوي هم دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې د کرونا وهلو تر ټولو زياتې شمېرې په امريکا کې مخې ته راغلي دي.

په امریکا کې تراوسه پورې 66 لکه 74زره 458 کسانو ته د کرونا وايرس ورپوې شوي او په دغه هېواد کې ترې يو لک 97زره 633 کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې پسې هند په دوېم نمبر هېواد دی چې خلکو ته پکې په زياته شمېره کې د کرونا وايرس ورپورې شوي دي.

په هند کې 51لکه18زره253 کسانو ته د کرونا وايرس ورپورې شوي دي.

خو په نړۍ کې د کرونا وايرس څخه په دوېم نمبر زياتې مړينې په برازيل کې شوي چرته چې يو لک 34زره953 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

خو په برازيل کې ورسره 44 لکه 55زره 386 په کرونا وايرس اخته شوي دي.

او په هند کې د کرونا څخه د مړينو شمېره 83زره 198 ته رسېدلې ده.

نور کتل

XS
SM
MD
LG