لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

04:56 12.9.2020

د امریکې د جانزهاپکنز یونیورسټۍ د جمعې په ورځ شمېرې ښايي په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله د خلکو د مړینې شمېر ۹۱۱۹۸۸ ته رسېدلی دی.

د جانزهاپکنز ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس نه خلکو د مېړنې تعداد ۱۹۲۸۳۴، په برازیل کې ۱۲۹۵۲۲ او په هندوستان کې ۷۶۲۷۱ ته رسېدلی دی.

هندوستان د جمعې په ورځ وویل په تېرو ۲۴ ګنټو کې په ملک کې د کرونا وایرس ۹۶۵۵۱ نوي کېسونه رپورټ شوي چې له امله په ملک کې د وایرس مجموعي کېسونو تعداد څلور اشاره پنځه مېلین ته ورسېدو.

امریکا یوزانی ملک دی چې د کورونا وایرس د شپږ شاریه څلور مېلین کېسونو سره د هندوستان نه د وایرس زیات مريضان لري.

د امریکې او هندوستان نه وروسته برازیل د نړۍ په دریمه کچه زیات د کرونا وایرس کېسونه لري چې تعداد یې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ ترمخه ۴۲۳۸۴۴۶ دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د امریکې هارورډ یونیورسټۍ په یو خط کې ویلي کرونا وایرس په ځوانانو کې په چټکتیا خپریږي. د هارورډ په څیړنه کې د ۳۲۲۲ ځوانانو کېسونو ته کتنه شوي وه چې عمرونه یې د ۱۸ نه تر د ۳۴ کلونو پورې وو.

د وي او ای په رپورټ‌ کې وېل شوي چې په فرانس او برطانیه کې هم د کرونا وایرس په نوي کېسونو کې اضافه شوي ده او د می د میاشت راهسې په برطانیه کې په لومړي ځل په یوه ورځ کې د وایرس قرییاً ۳۰۰۰ نوي پېښې رپورټ شوي دي.

07:09 5.9.2020

د امریکې د جانز هاپکنز یونېورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس نه تر اوسه پورې د مړه شویو کسانو تعداد ۸۷۳۱۳۱ ته رسېدلی دی او تر ټولو زیات مرګونه په امریکا کې رپورټ شوي ديږ

د یونیورسټۍ د جمعې په ورځ څرګند کړی شویو شمېرو ترمخه په موجوده وخت کې کرونا وایرس ۲۶۵۱۷۹۸۵ کسان نارغه کړي دي.

د جانز هاپکنز ترمخه په امریکې کې د کرونا وایرس د ۱۸۷۷۵۰ مرګونو نه پس زیات مرګونه په برازیل کې رپورټ شوي دي چې تعداد یې ۱۲۵۵۰۲ ته رسېدلی دی.

بلخوا د کرونا وایرس خپرېدو ته د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د ځواب په اړه د پلټنې کوونکي خپلواکې ډلې مامورینو ویلی دوی به د دبلیو اېچ او هر ډول داخلي معلوماتو او دستاوېزاتو ته رسايي لري.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ترمخه د تحقیقاتي ډلې مشر د لایبېریا پخوانی صدر اېلن جانسن سرلیف کوي او نور ۱۱ غړي لري.

د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د می د میاشت راهسې غوښتنه کوله چې کرونا وایرس د خپرېدو په ترڅ کې دې د ډبلو اېچ او د فعالیت پلټنې دې وشي. دا غوښتنې پس له دې کېدلې چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل چې ډبلیو اېچ او کرونا وایرس په اړه د بد انتظامۍ نه کار اخیستلی او د وایرس په اړه د اتبدايي معلوماتو خفیه ساتلو په لړ کې د چین مرسته کړې ده.

صدر ټرمپ ډبلیو اېچ او د چین په لاس کې ګداګۍ اداره بللې او خپل ملک یې د ادارې نه ویستلی دی.

په عین څال کې ورلډ هېلت ارګنایزېشن ویلي داسې نه ښکاري چې د اینده کال تر نیمايي پورې هم په پراخه کچه د کرونا وایرس په ضد د وېکسین استعمال شروع شي.

خو امریکايي مامورین او دوا جوړوونکي کمپنۍ فایزر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اکتوبر د میاشت ترنمايي پورې به د کورنا وایس په ضد د استعمال دپاره ترلاسه کېدلی شي.

روس د دوو میاشتو د ازموېنو وروسته کرونا وایرس وېکسین منظور کړی دی.

21:38 1.9.2020

د کرونا وایرس له امله په دنیا کې تر دا وخت ۸۵۱۶۴۷ کسان مړه شوي او د ملګرو ملتونو د صحت ادارې مشر ویلي یو هېواد دې هم لا نه ګني چې د کرونا وایرس مرض ختم شوی دی.

د امریکې د جانزهاپکنز د طب یونیورسټۍ د نهې، سه شنبې، د ورځې د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله ۸۵۱۶۴۷ کسان مړه شوي او د دې وبا د ناروغانو شمېر ۲۵۵۳۳۰۸۶ ته رسېدلی دی.

د جانز هاپکنزې د شمېرو ترمخه د کرونا وایرس ټر ټولو زیاتې ناروغۍ او مرګونه په امریکا، ورپسې برازیل او بیا په هندوستان کې رپورټ شوي دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر خبرداری ورکړی چې هېڅ هېواد هم داسې نشي ګڼلی چې د کورونا وبا ختمه شوې ده.

ډاکټر تېدروس ګبریاسس د ګل یا دوشنبې په ورځ له جینیوا څخه د ویډیو کانفرانس له لیارې خبریالانو ته وویل، که خلک د اقتصاد په ډګر کې د خپلو روزمره کاروبارونو پر پرانېستلو غور کوي نو هېوادونه باید د کورونا د وبا د خپرېدو په مخنیوي او د خلکو د ژغورلو په برخه کې جدي اوسي.

هغه وویل، "څومره چې خلک په وایرس زیات کنټرول ولري نو هغومره خپل کارونه زیات پرانیستلی شي خو که له کنټرول پرتله پرانیستل شي نو دا به د ناورین لپاره د خبر په معنی وي."

تېدروس د ټولو هېوادونو، ښارونو او وګړو لپاره د‌ څلورو لارو وړاندیز کړی تر څو وایرس کنټرول کړي.

په دغو څلورو کې په سټیډیمونو او نایټ کلپونو کې د لویو غونډو له جوړېدو څخه خلک منعه شوي او د کورونا لپاره د خلکو د ټیسټونو، څارلو او قرنطین کولو پر مسلو ټینګار شوی.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوالې ادارې په نړۍ کې د کورونا د واکسین جوړولو په سیالۍ کې د احتیاط غږ کړی تر څو یو خوندي او اغیزناک واکسین جوړ کړي.

د واکسین جوړولو په برخه کې د احتیاط خبره وروسته له هاغې راپورته شوه کله چې د امریکا د خوړو او درملو د ادارې مشر ډاکټر سټیفن هان وویل چې دوی یو واکسین ته پر بیړنۍ اجازې باندې مخکې له دې چې وروستی انساني ازمېښت یې بشپړ شي غور کوي.‌

د ډبلیو اچ او وتلي ساینس پوهې سومیا سوامېنېتن ویلي، داسې اجازه ورکول باید ډېر په سوچ او غور سره وشي. دا هغه څه دی چې ورته سرسري و نه کتل شي.

په ډبلیو اچ او کې د بیړنیو روغتیايي حالاتو د پروګرام مشر ډاکټر مایک راین ویلي، "د هر هېواد د واکسین پالیسي باید د ممکنه لوړو اخلاقي معیارونو سره برابره وي."

بل پلو د نړۍ د اقتصادي فورم لخوا یوه نړې سروې ښيي چې د نړۍ ۷۴ فیصده بالغو کسانو ویلي چې که واکسین تیار شي نو دوی به یې واخلي.

ددغې سروې له مخې چې په ۲۷ هېوادونو کې شوې چین هغه هېواد دی چې زیاتره خلک پکې واکسین ته لیوالتیا لري او له واکسین څخه ملاتړ پکې ۹۷ فیصده ته رسېږي او روسیه پکې تر ټولو کمه لیواله وه چې یواځې ۵۴ فیصده خلکو یې ویلي چې دوی به واکسین واخلي.

په امریکا کې چې تر ۶.۲ میلیونو زیات کسان پرې اخته او تر ۱۸۷۰۰۰ زیات مړه شوي دي ۶۷ فیصده خلکو ویلي چې دوی به واکسین واخلي.‌

05:07 29.8.2020

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د جمعې د ورځ د شمېرو ترمخه په دنیا کې د کرونا وایرس نه تر اوسه پورې ۸۳۳۹۴۳ کسان مړه شوي دي.

د امریکې د طب د دغه یونیورسټۍ د معلوماتو ترمخه په دنیا کې د کرونا نه تر ټولو زیات کسان په امریکا کې مړه شوي چې تعداد یې ۱۸۱۶۵۵ دی.

په نړیواله کچه د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد ۵۹۱۰۴۰۰ ته رسېدلی دی.

هندوستان د جمعې په ورځ وویل په هېواد کې په تېرو ۲۴ ګنټو کې د کرونا وایرس ۷۷۲۶۶ نوي کېسونه رپورټ شوي دي چې تر اوسه پورې په ملک د کرونا وایرس تر ټولو زیات تعداد دی.

انډونېشیا کې د جمعې په ورځ ۳۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ شول.

په فرانس کې د جمعې په ورځ په عامو ځایونو کې خلکو دپاره ماسک لګول لازمي و ټاګل شول.

په سپېن کې هم شپږ او د شپږو کلونو نه د زیات عمر ماشومانو دپاره په سکول کې ماسک لګول لازمي وټاکل شوو.

هنګري د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې د سپټمبر د لومړۍ نېټې څخه به ملک ته د ورتلوونکو خارجیانو دپاره یې سرحدونه بند وي خو هغه شهریان چې وطن ته ستنږي ۱۴ ورځې به په قرنطین کې تیروي.

بلخوا، د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د سږ کال تر اخېره او یا د دې نه وړاندې به د کرونا وایرس وېکسین تیار کړل شي.

صدر ټرمپ دغه خبره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د واکمن ريپبلېکن ګوند د طرف هغه په صدارتي انتخاباتو کې د دویمې دورې دپاره د امیدوار نامزدګي د قبلوولو په تقریر کې وکړه. په نومبر کې کېدونکو انتخاباتو کې به ډانلډ ټرمپ د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدوار جوبایډن سره مقابله کوي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG