لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اولني نړېوال جنگ په یاد دستوره، او پر صدر ټرمپ د امریکاییانو نیوکې


د اولني نړیوال جنګ د ختمولو لوظنامه کال ١٩١٨، په یوولسمه میاشت یعنې نوامبر کې په یوولسمه نیټه په یوولس بجې شوي وه، او دغه لوظنامه د ارمسټر ډی په نوم یادیږي. په هغه خونړي جنګ کې د دواړه خواو نه ۴٠ ملینه خلک ووژل شول.

نن، د اتوار په ورځ، د هغوي په یاد کې د صدر ټرمپ په شمول، د ٧٠ هیوادنو مشران راټول شوي دي.

د فرانس صدر ایمانویل مکران او د هغو هیوادونو مشران چې ملکونه یې په اولني نړیوال جنګ ایتلافی ځواکونه جوړ کړي و، د یاد جنګ سل کلنې دستورې په ترڅ کې د نامعلومه پوځي په قبر د ګلانو دسته یې کیښوده او په دغه جنګ کې مړه ټولو عسکرو ته یې د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړي.

د فرانس صدر په خپله وینا کې وویل: «وطن دوستي د قام پرستۍ ضد خبره ده او قام پرستي د وطن دوستې سره غداري ده.»

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او د روس صدر ولادیمیر پوتین د ټولو نه په اخره کې دغه دستورې ته ورسیدل.

په اولني نړیوال جنګ کې برخه اخیستونکي عسکر اوس ژوندي نه دي، خو د هغوي اواز دغه دستوره کې ژوندی وو.

د دغو مراسمو په وخت باران وریدو او د افریقی هیواد سندرغاړې انجیلیلکو کیجو سندره ویله او په اخره کي د یو منټ خاموشی سره دغه دستوره سر ته اورسیده.

د اولني نړیوال جنګ په اړه امریکایانو او برتانیه فکر کولو چې دغه جنګ به د نړی نه ټول جنګونه ختم کړي، خو شل کاله وروسته نړی بیا د یو بل نړیوال جنګ سره مخ شوه.

د خالي یا شنبې په ورځ صدر ټرمپ د امریکايي عسکرو مقبری کې ټاکلې شوي دستورې ته نه و ورغلی.

د وائټ هاوس نه جاري شوي بیان کې ویلي شوي صدر ټرمپ تګ د خراب موسم له سببه منسوخ کړی شوی وو.

د سوشل میډیا فعالینو په صدر ټرمپ باندې سختې نیوکې او کړي چې هغه په فرانس کې موجود و او نور څه مصروفیات یې هم نه لرل، نو باید چې هغه دغه دستورې ته ورغلې وې.

خو چیف اف سټاف جنرل جان کیلي او چیرمین اف د جائنټ چیف اف سټاف، جوزف ډنفرډ د خالي ورځې په دستوره کې ګډون کړی و، او دیرش سوه امریکايي عسکرو ته چې دغه مقبره کې خښ وو، د عقیدت پیرزویني وړاندې کړی.

د فرانس صدر ایمانویل مکران او د جرمني چانسلره اینګلا مارکل هغه ځای ته هم ورغلل چرته چې سل کاله وړاندې جرمني او نړی د اولني نړیوال جنګ د ختمولو لوظنامه لاسلیک کړې وه.

XS
SM
MD
LG