لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل ياسين : د قبائيلي مشرانو په غوښتنه کرمه کې عمليات پيل کولى شي


جنرل ياسين : د قبائيلي مشرانو په غوښتنه کرمه کې عمليات پيل کولى شي
جنرل ياسين : د قبائيلي مشرانو په غوښتنه کرمه کې عمليات پيل کولى شي

د پيښور کورکمانډر وئيلي دي چې په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دمقامي قبائيلي مشرانو په غوښتنه دتندلارو په ضد عمليات پيل کولى شي.
دزيارت په ورځ دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې خبريالانو سره دخبرو په مهال کورکمانډر ليفټننټ جنرل اصف ياسين ملک وويل چې په کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه وړاندې يوه جرگه وشوه او هغوي پخپله غوښتنه وکړه چې دتندلارو په ضد دې په کرمه ايجنسۍ کې عمليات پيل شي.
کورکمانډر په کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو دغه خبره په داسې حال کې کړې چې امريکا پاکستان څخه په شمالي وزيرستان کې دتندلارو دعملياتو پيل کولو غوښتنه کوي.
په مومند ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو په حقله کورکمانډر وويل چې دمومند ايجنسۍ زياتره سيمې دتندلارو څخه پاکې کړل شوي دي.
په مومند ايجنسۍ کې دعملياتو کمانډر بريگيډئير افتاب تيره ورځ وئيلي وؤ چې دتيرو څو ورځو راهسې په مومند ايجنسۍ کې دروانو عملياتو په مهال 40 تندلاري وژل شوي دي.
جنرل ياسين وويل چې تر دې مهاله په مختلفو کارروائيو کې خواؤشا 68 عسکر وژل شوي او خواؤشا 300 نور ژوبل شوي دي.
هغه وويل چې لږ ترلږه 200 تندلاري هم وژل شوي دي.
چارواکي وائي چې امنيتي ځواکونه به دکرمې ايجنسۍ په مينځنيو برخو کې دتندلارو دختمولو او ويستلو لپاره عمليات پيل کوي، په دغو برخو کې تندلارو اکثره دپاکستاني پوځيانو په پوستو بريدونه کوي او سړکونه يې تړلي دي.
دچارواکو ترمخه دکرمې په مرکزي سيمه صده کې دپوځي عملياتو له امله دبې کوره کيدونکو کډوالو لپاره يو کيمپ هم جوړ کړل شوى دى ، چې پکې تر 1,500ؤ پورې کورنۍ ځائيدى شي.
چارواکي زياتوي چې په تيرو وختونو کې په کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو دځالو په نخښه کولو لپاره امنيتي ځواکونو جيټ الوتکې کارولي خو اوس به دطالبانو لخوا دقبضه شوؤ سيمو ازادولو لپاره ځمکني پوځيان هم کارولى شي.
په کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو دغه فيصله اوس اوس دتندلارو لخوا دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دتندلارو په يو بريد کې ديو عسکر دوژل کيدو او گڼ شمير نور دژوبل کيدو دپيښې څخه وروستو شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG