لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د یمن د پوځیانو په یو جومات باندې برید تر اتیا زیات کسان وژلي دي


په یمن کې صحي او پوځي ذرایعو نن د یکشنبې/اتوار په ورځ خبر ورکړی چې د هغه هېواد په مرکزي سیمو کې د یو میزاییل او ډرون حملې له امله، څه دپاسه ٨٠ تنه یمني عسکر وژل شوي او گڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

دا برید پرون د خالي/شنبې په ورځ پېښ شوی، او پړه یې په حوثي یاغیانو باندې اچول شوې ده. د دې حملې نه مخکې، په یمن کې د حوثیانو او د یمن د حکومت ترمنځ جنگ جگړې نسبتا" آرامې شوې وې. په دې جگړې کې ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او سعودي عرب بیا د یمن د حکومت د هغه حکومت چې په نړېواله کچه په رسمیت پېژندل شوی دی.

د یمن د پوځ ذرایعو د فرانس پرېس آژانس ته ویلي چې حوثیانو په دې برید کې، په پوځي کېمپ کې دننه یو جومات په نښه کړ، او دا هغه وخت و چې عسکرو په جومات کې د ماښام لمونځونه ادا کول. حوثي یاغیانو فی الفور د حملې ذمه واري پر غاړه نده اخیستې.

د یمن د مآرب ښار په هسپتال کې یو صحي چارواکي بیا ویلي چې ٨٣ عسکر په پروني برید کې وژل شوي او ١۴٨ نور زخمیان شوي دی. یاده دې وي چې د یمن په جگړه کې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه اکثره اختلافي رپوټونه ورکول کیږي، خو په مآرب کې پروني برید دومره ډېر کسان وژلي چې له ٢٠١۴ کال راهیسي د یمن په جگړې کې هېڅ کوم واحد برید دومره کسان نه و وژلي.

یوه ورځ مخکې تر دې، د یمن حکومتي قواوو چې د سیمه ییز ائتلاف ملاتړ هم ورسره دی، د حوثیانو خلاف د صنعآ شمال اړخ ته په "نېهم" نومې سیمه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. دا عملیات نن د اتوار/یکشنبې په ورځ هم دوام درلود، او د یمن د پوځ یو چارواکي ویلي چې په هغه کې تر اوسه حوثي یاغیانو ته د سر زیانونه هم رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG