لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د50 ؤ کسانو وژل کيدو وروستو يمني صدر بيړنى وضعيت پځايې کړى


د50 ؤ کسانو وژل کيدو وروستو يمني صدر بيړنى وضعيت پځايې کړى
د50 ؤ کسانو وژل کيدو وروستو يمني صدر بيړنى وضعيت پځايې کړى

د يمن صدر علي عبدالله صالح په پلازمينه صنعاء کې د50ؤ څخه دزياتو مظاهره چيانو دوژل کيدو څخه وروستو په هيواد کې ايمرجنسي يا بيړنى وضعيت پځايې کړى دى.
امنيتي ځواکونو دجمعې دنمونځ څخه وروستو دصنعاء دپوهنتون په خواؤشا کې راټولو شوؤ سلگونو احتجاج کوونکو باندې ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې خواؤشا 52 کسان وژل شوي وؤ او له دې وروستو يمني صدر په هيواد کې دبيړني وضعيت اعلان کړى ؤ.
راپورونه وائي زياتره کسان په سرونو او دامنيتي ځواکونو لخوا دلگيدو له امله وژل شوي دي.
ټاکل شوې ده ديمن صدر به په ټيلي ويژن قام ته وينا هم کوي.
مظاهرين وائي پوليسو په عدن ښار کې دهغوي په ضد دوښکو بهيونکى گيس استعمال کړى او تقريباً درې مظاهره چيان يې ژوبل کړي دي.
يمني صدر صالح وائي په هيواد کې دبيړني وضعيت دنافذولو پريکړه دهيواد نيشنل سيکورټي کونسل کړې ده خو دا يې نۀ ده په ډاگه کړې چې دغه ايمرجنسي به تر څومره وخت پورې دوام ولري.
هغه وائي په ټول يمن کې نيشنل سيکورټي کونسل بيړنى وضعيت پځايې کړى او ديمن په ټولو صوبو کې دوسله والو کسانو په ضد کرفيو يا گرځ بنديز هم لگيدلى دى.
نوموړى دا هم وائي چې امنيتي ځواکونه به دهيواد دثبات لپاره ټول اړونده گامونه اخلي او خپلې ذمه وارۍ به ترسره کوي.
صالح دجمعې په ورځ ديونيورسټي سکوائر په پيښه دافسوس څرگندونه وکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG