لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یمن د کابینې جلاوطن وزیران هیواد ته ستانه شوي دي


په سمدستي توگه د جلاوطن صدر عبد ربو منصور هادي په اړه څه نه دي ویل شوي چې کله به هیواد ته ستنیږي. هغه د سږ کال په شورو کې د هوثيانو د باغیاوت په ترڅ کې د هیواد نه وتلی وو
په سمدستي توگه د جلاوطن صدر عبد ربو منصور هادي په اړه څه نه دي ویل شوي چې کله به هیواد ته ستنیږي. هغه د سږ کال په شورو کې د هوثيانو د باغیاوت په ترڅ کې د هیواد نه وتلی وو

د یمن د حکومت ترجمان ویلي د هیواد د کابینې وزیران چې د تیرو څو میاشتو راهسې په سعودي عرب کې جلاوطن وو هیواد ته بیرته تللې دي.

ترجمان د شورو یا چارشنبې په ورځ شائع شوي بیان کې ویلي ستانه شوي وزیران به د جنوبي ساحلي ښار عدن نه خپله دنده ترسره کوي او هدف به يي هیواد کې ثبات بیا پرځائې کول وي.

په سمدستي توگه د جلاوطن صدر عبد ربو منصور هادي په اړه څه نه دي ویل شوي چې کله به هیواد ته ستنیږي. هغه د سږ کال په شورو کې د هوثيانو د باغیاوت په ترڅ کې د هیواد نه وتلی وو.

د صدر هادي د تگ ورسته په سرښار د قبضې دپاره مختلفې ډلې مبارزه کې ښکیل دي چې پکې هوثیان هم شامل دي. ایران د شیعه مسلک سره تعلق لرونکو هوثي باغیانو ملاتړ کوي.

یمن کې د خانه جنگۍ دلاسه ۴٥٠٠ کسان وژل شوي دي. د مارچ په میاشت کې سعودي عرب یمن کې هوائي بمباري شورو کړه په نتیجه کې د یمن کړکیچ نور هم سنگین شو.

حکومت پلوه جنگیالو عدن د هوثیانو نه بیرته نیولی دی او په نورو سېمو کې هم پرمختگ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG