د طبي امداد نړي والې ادارې ډاکټرز وداوټ بارډرز د نهې یا سه شنبې په ورځ ویلي هسپتال يي بیگا د سعودي عرب لخوا شوي هوائي بمبارۍ کې لگیدلی دی.
په ټویټر خپل پیغام کې ادارې ویلي د بمبارۍ په وخت د یمن په سرښار ثنا کې موجود هسپتال دننه عمله او مریضان موجود وو.
خو ایم ایس ایف په سمدستي توگه د بمبارۍ دلاسه د مرگ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
سږ کال د مارچ د میاشت راهسې د سعودي عرب یمن کې د هوثي باغیانو خلاف هوائي بمباري شورو کړې ده. هوثي باغیانو د پاسون په نتیجه کې صدر عبدو ربو منصور هادي حکومت او هیواد په پریښودو مجبور شوی دی.
صدر هادي سعودي عرب کې پناه اخیستو ورسته هیواد ته بیرته تللی دی. د سعودي عرب د کاروائي په نتیجه کې هوثي باغیان د ډیرو سیمو نه پشا تمبولی شوي دي.
هم دا میاشت په افغانستان کې د ایم ایس ایف په هسپتال د امریکائي ځواکونو په بمبارۍ کې ٣٠ کسان ووژل شو. په قندوز کې شوي د ایم ایس ایف په هسپتال د بمبارۍ تحقیقات روان دي.