لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملګرو ملتونو مشر په یمن کې په مېلینونو خلک قحط نه د بچ کوولو دپاره په نړیواله ڼولنه د مرستې غږ کړی


لوکاک وویل که د جنورۍ د میاشت پورې مالي مرسته وه نشوه نو ورلډ فوډ پروګرام به په یمن کې د نورو شپږ مېلین خلکو سره د خوراکي شیانو امداد بند کړي او د مارچ د میاشت پورې به ډبلیو اېف پي سره پېسې په مکمل توګه ختمې شي

د ملګرو ملتونو مشر اېټونیو ګوټېرېس په یمن کې په مېلینونو خلک قحط نه د محفوظ ساتلو دپاره د جمعې په ورځ په نړیواله ټولنه د مرستې غږ وکړو او وه یې وېل که چېرې په بېړنۍ توګه اقدامات ونشول نو په جنګ ځپلې ملک کې به مېلینونه خلک خوراک ونلري.

د دې نه وړاندې ملګرو ملتونو د نهې، سې شنبې، په ورځ په افغانستان، بورکېنافاسو، ډېموکرېټک ريپبلک اف کانګو، اېتوپیا، ناجیریا او ساوت سوډان کې هم د قحط په ډول د حالاتو مخه نیوولو دپاره د مرستې غوښتنه وکړه او وه یې وېل په دغو ملکونو کې ولس سره د خوراکي شیانود د مرستې دپاره یې ۱۰۰ مېلین ډالر مهیا کړي دي.

په یمن کې د صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس وویل یمن په تېرو څو لسیزو کې د بدترین قحط د خطر سره مخامخ دی.

ښاغلي ګوتېرېس په خپل بیان کې وویل که چېرې په بیړنۍ توګه اقدامات ونشول نو په یمن کې د مېلینونو خلکو ژوندونه ختمېدلی شي.

په يمن کې د تېرو پنځو کلونو راهسې د سعودي پلوه حکومت او د ایران پلوه هوثي باغیانو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله یې د منځني ختیځ غرب ترین ملک دې ته اړ شوی چې په هرو پنځو کسانو کې څلور انساني امداد ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونود خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام ویلي په یمن کې قحط د مخنیوي دپاره به اینده کال د یو اشاریه نهه مېلین ډالرو مالي امداد ضرورت وي.

اېټونیو ګوټېرېس وویل د بېړني ګامونو غوښتنه کوي او د یمن په کړکیچ کې ښکیلې ډلې دې داسې ګوم ګامونه نه اخلي چې له امله یې حالات نور هم خراب شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې د امداد په لاره یو لوی خنډ هوثي باغیان هم دي چې غواړي د دوی د ولکې لاندې سیمو کې کېدوونکی امداد د دوی په لاسو کې وي. رپورټ وايي امریکاغور کوي چې هوثيان دې ترهګر تنظیم وبلل شي.

تېره هفته د ملګرو ملتونو د انساني امداد ادارې مشر مارک لوکاک د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل غړو ملکونو ته وویل د قحط او لوږې په مهال بېمارۍ په انسان زر حمله کوي او د انسان د بدن مدافعتي نظام په لوږه کې کمزوری شي او په داسې حال کې د انسان د بدن بنیادي اعضا هم کار پرېږدي چې په نتیجه کې یې مرګ وشي.

هغه وویل نړۍ د یمن په مېلینونو خلک او په خصوصي توګه ماشومان د دغه ډول حالاتو د خطر سره مخامخ کړي دي.

لوکاک وویل که د جنورۍ د میاشت پورې مالي مرسته وه نشوه نو ورلډ فوډ پروګرام به په یمن کې د نورو شپږ مېلین خلکو سره د خوراکي شیانو امداد بند کړي او د مارچ د میاشت پورې به ډبلیو اېف پي سره پېسې په مکمل توګه ختمې شي.

XS
SM
MD
LG