لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا کې د ځوان کول اسمبلي څه کردار ترسره کوي؟


مدثر شاه
پرمخ تللو هيوادونو کې اکثره ځوان کول ته د سياسي تعليم او پارليماني چارو پۀ اړه خصوصي تربيه ورکول کيږي خو لۀ بده مرغه پاکستان کې بيا ځوانانو ته دسياسي چارو په اړه د پوهې ورکولو داسې کومه اداره وجود نۀ لري
کال ٢٠٠٧م کې پلډيټ نومې غيردولتي ادارې دپاکستان د ځوانانو مرکزي اسمبلي راجوړه کړه اؤ بيا د روان کال جنورۍ کې خيبرپښتونخوا کې په لمړي ځل د ځوانانو اسمبلۍ هم کار پيل کړو.
دخيبرپښتونخوا د ځوانانو د اسمبلۍ وزيراعلي دانش وحيد وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وئيلي دي د صوبې د ٢٥ؤ واړو ضلعو ٤١غړي ددوئ د اسمبلۍ غړيتوب لري.
هغه وويل دې اسمبلۍ کې يوازې دوه گوندونه دي چې يو اسماني رنگ لبرال ا ؤ بل شين کنزر ويټيو نوميږي.
د هغه په وينا دا مهال اسماني رنگ لبرال ډله حکومت کوي چې هغه سپيکر،مرستيال سپيکراؤ پينځه وزيران لري اؤ شين کنزر ويټيو گوند د اپوزيشن دنده په غاړه لري.
نوموړي وويل تر دې مهاله د ځلمو د صوبايي اسمبلۍ څلور غونډې ترسره شوې دي چې پکې دتعليم ،سيلگرى صوبه کې د روانې ترهگرۍ اؤ بدامنۍ په اړه قانون سازي هم شوې ده.
کله چې دهغۀ څخه ډيوه راډيو پوښتنه وکړه چې دهغوئ اسمبلي ورانکارو سره دخبرو اترو کۀ د جنگ پلوي ده ؟ هغه وويل هغه تندلاري چې دپاکستان ائين مني هغوئ سره بايد خبرې اترې وشي خو کوم چې دپاکستان ائين اؤ قانون نۀ مني د هغوئ په ضد د عملياتو پلوي دي.
د ځوانانو داسمبلۍ د اطلاعاتو د وزيرې زينت بي بي څخه چې ډيوه راډيو د ځوانانو د اسمبلۍ د جوړښت د طريقې په اړه وپوښتل نو هغې وويل چې هرې ضلعې ته د هغې د ابادۍ په تناسب اسمبلۍ کې برخه ورکول کيږي. اؤ دې عمل کې د اسمبلۍ د موجوده اؤ پخوانيو غړو څخه هم مشورې اخستل کيږي.
نوموړې په ډاگه کړه چې د ځوانانو اسمبلۍ کې اقليتونو ته هم نمائندگي ترلاسه وي.
هغې زياته کړه چې د ځوانانو اسمبلي کومه قانون سازي وکړي هغه بيا دخيبر پښتونخوا اسمبلۍ ته لييږل کيږي اؤ دځلمو داسمبلۍ لخوا دشوې قانون سازۍ ستائنه نۀ يواځې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني سپيکر کرامت الله چغرمټي ،پخواني دقانون وزيرارشد عبدالله اؤ نورو غړو کړې ده بلکې د موجوده اسمبلۍ غړي هم ورته د قدر په سترگه گوري.
ميرمن زينت زياته کړه چې د ځلمو داسمبلۍ له لوري دقانون سازۍ عمل سره ځوانانو کې دسياست،جمهوريت اؤ پارليماني چارو په اړه شعور وده مومي اؤ د هغوئ څخه هيله کيدى شي چې په راتلونکي کې به د صوبې د ښې ورځې دپاره خپل غوره کردار ترسره کړى شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG