لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان د فشار لپاره د امریکا سره ډېرې لارې دي: زلمی خلیلزاد


په ملګرو ملتونو، افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمی خلیلزاد په پاکستان کې د پښتنو د لاریون نه وروسته ویلي، داسې معلومېږي چې په پاکستان کې د پښتنو په سیمو کې ظلم زیات دی او په تېرو لسو کلونو کې د پښتنو مشکلات نور هم سېوا شوي دي.

د وي او ای ډیوه نفیس ټکر سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلی خلیلزاد په پاکستان کې د پښتنو په لاریون، د امریکا لخوا په پاکستان د ترهګرو ډلو د مرستو په سر فشار او د پاکستان بهرنۍ تګلارې په شمول یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړي. د دغه مرکې ځېني پوښتنې او ځوابونه څه په دې ډول دي.

وي او ای ډیوه: په پاکستان کې د ریاست پرضد پښتانه راپاسیدل، د لسو ورځو لاریون يې وکړو او اوس بیرته واپس شوي. پاکستان کې میشت پښتانه خپل دغه غورځنګ څنګه ژوندی ساتلی شي؟

زلمی خلیلزاد: دغه لاریون ښايي چې پاکستان کې مېشت پښتانه د یو شمیر ستونزو او د ریاست لخوا د سختو سره مخ دي. د خپلو ستونزو او مشکلاتو لپاره پاسیدل او د دغې د حل غوښتنې کول د اولس حق دی. دا ښه خبره ده چې پښتانه د خپل حق لپاره پاسیدل او غږ يې پورته کړو. که څه هم د پاکستان ریاست یا حکومت لخوا د دغه لاریون کونکو سره سختي نه ده شوې او حکومت به غواړي چې دغه پښتانه بیا لاریون وه نه کړي، او د دوي ځېنې غوښتنې به مني. که چرې داسې وه نه شي نو باید پښتانه په قلاره نه شي او دخپلو حقونو غوښتنو له دوام ورکړي.

وي او ای ډیوه: په نژدیو ورځو کې د امریکا استخباراتي ادارو یو رپوټ کې ویل شوی پاکستان کې میشت ترهګرې ډلې چې د پاکستان ریاست پرې سترګې پټې کړي، په افغانستان کې امریکايي او افغان عسکر او په هندوستان کې کاروایانې کولی شي.پاکستان کې زیات تره د دغه شان ترهګرو ډلو مرکزونه د پښتنو په سیمو کې دي. پښتانه څنګه ځان د ریاست د دغه پالیسۍ نه جلا ساتلی شي، او د دغه ګوندونو د ملګرتیا نه ځان څنګه وساتي؟

زلمی خلیلزاد: تر دې دمه د پاکستان حکومت د ترهګرو د مرستو پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه دی راوستی او ښکاري هم نه چې پاکستان به دغه پالیسي بدله کړي. پاکستان، سره د نړیوال فشار اوس هم د ترهګرو ډلو مرسته کوي او دوي له يې پناه ځایونه ورکړي او ملګرتیا يې کوي. دغه ترهګر بیا د پاکستان د خاورې نه په افغانستان کې دافغان عسکرو او امریکايي عسکرو پرضد بریدونه کوي. د پاکستان حدف نه دی معلوم چې د دغه ډلو د مرستو نه څه ترلاسه کول غواړي؟ امریکا اوس خپله پالیسي بدله کړې او په پاکستان يې فشار سېوا کړی چې پاکستان خپله تګلاره بدله کړي. په پاکستان فشار سېوا شوی دی. پکار ده په پاکستان نور فشار سېوا شي چې په اقتصاد او امنیت يې اثر وغورځیږي. که چرې پاکستان د دغه ډلو مرسته پریږدي نو د امریکا او افغانستان سره به يې اړیکې ښې شي او ورته به ډیرې ګټې ورسي او پخپله د پاکستان اولس به په امن کې ژوند وکړي.

وي او ای ډیوه: که پاکستان بیا هم خپله تګلاره بدله نه کړه نو امریکا بیا نور څه کولی شي؟

زلمی خلیلزاد: د امریکا سره په پاکستان د فشار راوستو لارې ډیرې دي. امریکا به ډیر زر په یو نړیوال فورم د پاکستان پرضد یو قرار داد وړاندې کوي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کونکو هیوادونو په نوملړ کې شامل کړي. دغه کار به ډیر زر کیږي.

امریکا کولی شي هغه کسان او ادارې د ترهګرو ډلو په مرستو کې شامل کړي چې په پټه یا ښکاره د ترهګرو مرستې کوي. لکه د پاکستان استخباراتي ادارې ايي اېس ايي او پوځ ځېنې افسران، د دوي نومونه په تور فهرست کې شامل کړي.

امریکا هغه مرکزونه هم په حدف کولی شي د چرته نه چې په افغانستان کې د افغان عسکرو او امریکايي عسکرو باندې بریدونه تر سره کیږي.

په پاکستان نړیوالې مرستې وتړل شي او نړیوالو مرستندویه ادارو ته اوېل شي چې په پاکستان مرستې بندې کړي.

د دې نه علاوه هم نورې لارې شته چې امریکا پاکستان د فشار لاندې راوستی شي. خو امریکا به غواړي دغه هر څه په مزه مزه او د یو طریقه کار لاندې وکړي او بیا د پاکستان ګامونو ته وګوري.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامې د وړاندې نه په پاکستان دغه فشار راوړی او ډیر زر به نور ګامونه هم پورته کوي. سره د دې په افغانستان کې د طالبانو پرضد جګړه هم تنده شوې او دوي هم د فشار لاندې دي. افغان طالبان باېد د افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېني او د خبرو اترو په لار د سولې لپاره کار وکړي.

د ښاغلي زلمي خلیلزاد دغه ویډیو مرکهتاسو په لاندیني لنک کتلی شئ.

https://www.facebook.com/voadeewa/videos/1774936135897928/

XS
SM
MD
LG