لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ضرب عضب" تازه عملياتو کې ۲۵ ترهگر او دوه عسکر وژل شوي


شمالي وزيرستان کې د تېرو اته ورځو راهسې پوځ د ترهگرو په ضد د "ضرب عضب" په نوم په غټه کچه عمليات پېل کړی دي
شمالي وزيرستان کې د تېرو اته ورځو راهسې پوځ د ترهگرو په ضد د "ضرب عضب" په نوم په غټه کچه عمليات پېل کړی دي
په شمالي وزيرستان کې د پوځ لخوا د ترهگرو په ځالو د جيټ الوتکو په بمبارۍ او زمکنو تازه عملياتو کې ۲۵ ترهگر او دوه پوځي عسکر وژل شوي دي .
د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا د گل په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې پوځ د جيټ الوتکو د لاري د ترهگرو اته پټ ځايونه په هدف کړي دي . او په دغو فضائي حملو کې ۱۵ ترهگر وژل شوي او په دغو سيمو کې سورنگونه هم په نخښه کړی شوي دي .
د ائي اېس پي ار ترمخه د ضرب عضب په روانو عملياتو کې د ميرعلي په سپينوام سيمه کې ۱۰ ترهگر په داسې حال کې وژل شوي دي ، چې دويي په علاقه کې گېر کړی شوي او تښتېدل . په دغو عملياتو کې ترهگرو سره په مقابله کې دوه پوځي عسکر هم وژل شوي دي .
د پوځ د عامو اړيکو ځانگې په وينا د عملياتو په مهال سيمه کې د ترهگرو د کورونو سخته فضائي نگراني هم کولی شي .
ائي اېس پي ار په بيان کې زياته کړې د سيمې نه د خلکو خوندي علاقو ته د منتقل کېدو په موخه د گل په ورځ سحر د شپږو بجو نه تر مازيگر څلورو بجو پورې په کرفيو کې نرمي شوې وه . او وئيل شوي چې د سيدگي په چيک پوسټ باندې څلور لاکهه ، څوارلس زره ، څلور سوه او نهه ويشت کډوال رجسټر شوي دي .
د پوځ لخوا وئيل شوي چې په بنو او ډېره اسماعيل خان کې د وزيرستان د کډوالو د غوره انتظام دپاره د پوځ د انجينئرز ډويژن ته سپارښتنه شوې چې د ځاي چارواکو سره مرسته وکړي . او د پوځ انجينئرز ډويژن بنو ته د وړاندې نه رسېدلی دی .
د دې ترڅنگ په بنو کې د پوځ لخوا څلور مرکزونه جوړ کړی شوي چرته چې به د مرکزي حکومت له طرفه د شمالي وزيرستان کډوالو دپاره اعلان شوې مالي مرستې ، خوراکي توکي او طبي اسانتياوې ورکولی شي .
او په بنو کې د طبي اسانتياؤ ورکولو دپاره پوځ يو روغتون هم قائم کړی دی .
د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د تېرو اته ورځو راهسې پوځ د ترهگرو په ضد د "ضرب عضب" په نوم په غټه کچه عمليات پېل کړی دي . پوځ په دغو عملياتو کې د ۲۵۰ نه د زياتو ترهگرو د وژنې ادعا کوي . او د عملياتو په مهال تراوسه ۱۰ پوځي عسکر هم وژل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG