د پاکستان د صدر څوکۍ ته د پیپلز ګوند د مشر آصف علي زرداري اؤ پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي کاغذونه نن د خالي - شنبې په ورځ جمع کړل شوي دي.
آصف علي زرداري به د صدر د څوکۍ لپاره د پاکستان پیپلز ګوند، مسلم لیګ(ن) اؤ نورو ایتلافي ګوندونو امیدوار وي اؤ د محمود خان اڅکزي کاغذونه سني اتحاد کونسل جمع کړي دي چې د تحریک انصاف ګوند پارلیماني غړي پکې ورټول دي.
د ښاغلي زرداري د نامزدګۍ کاغذونه د پیپلز ګوند د مشرانو فاروق ایچ نایک اؤ سلیم مانډو له لوري اؤ د محمود خان اڅکزي کاغذونه د تحریک ګوند د مشرانو لطیف کهوسه،عمر ایوب اؤ علي محمد خان له لوري د اسلام اباد هایکورټ د چیف جسټس سره جمع کړل شوي دي.
تحریک انصاف ګوند پرون د جمعې په ورځ اعلان کړی ؤ چې محمود خان اڅکزی به یې د صدارتي انتخاب لپاره کاندید وي.
د پاکستان الیکشن کمیشن په نهم مارچ د هیواد د صدر د انتخاب لپاره شیډول جاري کړی دی.
بل لوري ته د پیپلز ګوند سرفراز بګټي نن د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د صوبې نوی وزیراعلا غوره کړل شوی دی.
د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د خالي په ورځ د اسپیکر عبدالخالق اڅکزي په مشرۍ شوې چې پکې د اسمبلۍ غړو د وزیراعلا د ټاکنې لپاره خپلې رایې ورکړې دي.
د سرفراز بګټي مقابلې ته هیڅوک هم نه ؤ ولاړ خو بیا هم د قاعدې ترمخه د وزیراعلا د ټاکلو لپاره د رایو ورکولو عمل ترسره شوی چې پکې ښاغلی سرفراز بګټي د 41 رایو په اخستلو سره د صوبې وزیراعلا ټاکل شوی ، هغه ته د مسلم لیګ(ن) اؤ بلوچستان عوامي ګوند ملاتړ هم ترلاسه ؤ.
ټاکل شوی دی ښاغلی بګټي به هم نن د خالي په ورځ د بلوچستان د وزیراعلا په توګه سوګند کوي.
د خېبر پښتونخوا صوبې ټاکل شوی وزیراعلا علي امین ګنډا پور هم نن پېښور کې د یوې دستورې په ترڅ کې د وزیراعلا د عهدې سوګند کوي.
Forum