لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر زرداري استنبول ته رسيدلى دى


صدر زرداري استنبول ته رسيدلى دى
صدر زرداري استنبول ته رسيدلى دى

د پاکستان صدر اصف علي زرداري داقتصادي همکارۍ په تنظيم يا اي سي او په غونډه کې دبرخې اخستو لپاره ترکي ته رسيدلى دى.
ټاکل شوې ده صدر زرداري به ددغه غونډې په مهال دترکي، ايران، افغانستان او تاجکستان دمشرانو سره بيلا بيلې ليدنې هم کوي.
داي سي او په غونډه کې به دغړو هيوادونو ترمينځ دتجارت پرمختيا ته پام گرځولى شي.
دسرکاري خبري ادارې اى پي پي ترمخه پاکستاناو ترکي ترمينځ تير کال ددوه اړخيزه تجارت حجم د78ؤ کروړو ډالرو څخه زيات ؤ خوپه کال 2010م کې ددواړو هيوادونوترمينځ ديو ارب ډالرو تجارت شوى چې تر کال 2012م پورې ددغه تجارت تر دوؤ اربو ډالرو پورې سيوا کولو باندې اتفاق شوى دى.
داقتصادي همکارۍ تنظيم يا اي سي او په کال 1985ء کې جوړ شوى ؤ او ددغه تنظيم په باني غړو کې پاکستان، ايران او ترکي شامل وؤ خو اوس افغانستان، اذربائيجان، تاجکستان، ترکمانستان، قازقستان، کرغزستان او ازبکستان هم ددغه تنظيم غړي دي.
په ترکي کې دپاکستان سفير طارق عزيز الدين وئيلي دي ددغه تنظيم دغونډې پايې ته درسيدو وروستو به په 24م دسمبر دپاکستان، افغانستان او ترکي درې فريقي سرمشريزه غونډه هم کيږي چې پکې په سيمه کې دامنيت په وضعه، په افغانستان کې دامنيت ټينگښت ، دترهه گرۍ سره پيوست معاملو او دنشه اي موادو دقاچاق مخنيوي پشان ستونزو باندې خبرې اترې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG