لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن : صدر اوباما د پاکستان صدر زرداري سره لېدلي دي


د ښاغلې زرداري او براک اوباما د ملاقات وروسته د پاکستان سفېر حسېن حقاني مطبوعاتو ته وویل چې د امریکا صدر اوباما پاکستان کې د جمهوري حکومت سره ملاتړ وښودلو
د ښاغلې زرداري او براک اوباما د ملاقات وروسته د پاکستان سفېر حسېن حقاني مطبوعاتو ته وویل چې د امریکا صدر اوباما پاکستان کې د جمهوري حکومت سره ملاتړ وښودلو

د ښاغلې زرداري او براک اوباما د ملاقات وروسته د پاکستان سفېر حسېن حقاني مطبوعاتو ته وویل چې د امریکا صدر اوباما پاکستان کې د جمهوري حکومت سره ملاتړ وښودلو.
پاکستاني سفېر وویل صدر اوباما د د پخواني گورنر سلمان تاثېر په وژنه خفگان وکړو. ښاغلي حقانی ویلي په اقتصادي مسلو هم خبرې شوې دي خو تفصیلی خبرې به راتلونکو ملاقاتونو کې کېږي.
نوموړي وویل چې په نني ملاقات کې د افغانستان په اړه خبرې نه دې شوي.
د صدر اوباما او د صدر زرداري ترمنځ لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره مېرمن هېلری کلنټن او په امریکا کې د پاکستان سفېر حسېن حقاني هم موجود وؤ. ښاغلې زرداري د افغانستان او پاکستان لپاره د صدر اوباما د ځانگړي استازي رچرډ هولبروک په يادگاري دستوره کې گډون لپاره د امریکا په سفر دی.
دشورو په ورځ دامريکا مرستيال صدر جوبائيډن په اسلام اباد کې صدر زرداري او نورو مشرانو سره ليدنه وکړه چې پکې هغه ته باور ورکړل شو چې پاکستان به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې نور گامونه هم اخلي.
د امريکا صدر براک اوباما او خارجه وزيره هيلري کلنټن به دوفات شوي سفير په يادگاري دستوره کې ويناوې کوي.
داطلاعاتو ترمخه په دغه دستوره کې به دامريکا دپخواني صدر بل کلنټن نه علاوه ددريوؤ هيوادونو مشران ، د شلو هيوادونو خارجه وزيران او تقريباً د125ؤ هيوادونو دسفارت خانو داعلي عهديدرانو نه علاوه په لويې شمير کې خلک گډون کوي.
69 کلن رچرډ هولبروک په 13م دسمبر دمختصرې ناروغتيا نه پس په واشنگټن کې وفات شوى ؤاو امريکائي صدر براک اوباما دهغه پځايې فرينک روجيرو دپاکستان او افغانستان لپاره مرستيال ځانگړى استازى مقرر کړى ؤ، هغه تيره اوونۍ دپاکستان سفر کړى ؤ او دسيلاب ځپلو دامداد په شمول دتوانايۍ په څانگه کې يې پاکستان ته دامريکائي امداد دورکړې په منصوبو لاسليک کړى ؤ.
پاکستاني چارواکي وائي هولبروک په ذمه وارۍ سره دافغانستان او پاکستان دپيچيده ستونزو هوارى لټولو او دهغه دوفات په وجه په دغه لړ کې شوؤ امريکائي هڅو ته زيان رسيدلى ځکه چې هولبروک په ښۀ انداز کې دسيمې په معاملو پوهيدلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG