لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرتاج ګل په ټولنیزو رسنیو د کویډ - 19 تعریف سره طوفان راپورته کړ

د پاکستان د ماحولیاتو یا چاپیریال بدلون مرکزي وزیره زرتاج ګل وروسته له هغې چې کویډ - 19یا کرونا وایرس غلط تعریف یا تشریح یې په ټیلي ويژن وړاندې کړې په ټولنیزو رسنیو د خنده او ټوکو ښکار شوې ده

د پاکستان په حکومتيټیلي ويژن (پي ټي وي) د اردو ژبې د روانو چارو د یو پروګرام پرمهالزرتاج ګل وزیر وویل " کویډ - 19مطلب دی چې دا 19 نکتې لري، چې په هر یوهېواد کې په هر یو ډول عملي کیدې شي ."

خو د روغتیا د نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) په ویناکویډ – 19 معنی لري د "کرونا وایرس ناروغي 2019".

په هرصورت کویډ - 19په اړه د واکمن تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکې يوې وزيرې تعریف په ټولنیزو رسنیو یو طوفان رامینځته کړی ، خلک د هغې ویډیو کلپ په پوسټ کولو سره د ناروغۍ تعریف کوي او په حکومتي وزیرې باندې د دې ناروغۍ په اړه په نه پوهیدلو خنداګانې کوي او ملنډې وهي.

زرتاج ګل بیا د ټویټر کارونکو لخوا تر نیوکو وروسته په خپله ټویټر پاڼه وینا تشریح کړې. په یوه ټویټ کې لیکلي: ” چې زه هره ورځ په ساعتونو ساعتونو په ټیلویژن په کاغذ لیکلي بیان بغیر خبرې کوم. ما غوښتل چې ووایم چې د کرونا ناروغۍ اغیزې او شدت له یو هېواد بل هېواد څخه فرق لري. د دوی لپاره به غوره وي چې د یو څو شیبو لپاره د ماتم کولو پرځای د دوی د ګوندونو دننه حال ته توجه وکړي. چې زه د انتقاد نه ډاریږم بلکې قوي کیږم“.

د خرام قریشي په نوم یو تن په ټویټر لیکلي : ” زرتاج ګل هره ورځ دا خبره ثابتوي چې د پاکستان په سیاست کې اعتماد، پوهې او عقل ته ماتې ورکوي “.

د ایس ایم طارِق په نوم یو تن بیا په خپل ټویټر لیکلي: د امریکا جوړ جنګي الوتکې ایف – 16ته په اشاره چې دغه الوتکه 16 نکتې لري، او د پاکستان او چین ګډه جوړه شوې الوتکه جې ایف – 17 ته په اشاره چې دغه الوتکه 17 نکتې لري نو تندر الوتکه د ټولو ښه ده. د جې ایف – 17 پوره نوم جې ایف – 17 تهنډر دی.

شفا یوسفزۍ په نوم خبریالۍ په خپل ټویټر لیکلي : ” زرتاج د ډیرو میرمنو لپاره ترټولو هڅونکو طاقت نه یوه ده چې غواړي سیاست کې برخه واخلي ، ایمانداره، نیغه او زړوره! که تاسو هغه خوښه وي او که نه خو ویلي شئ چې یوه ښځه د میانه درجې کورنۍ نه راغله او د پاکستان په سیاست خپوره شوه. انسانان غلطي کوي! “.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG