د اوکراېن صدر ولودومیر زېلېنسکي ویلي دا هفته چې د اروپايي اتحاد مشران اوکراېن ته په اتحاد کې د غړيتوب د مرستې په اړه فېصله کوي روس تاوتریخوالی نور هم زیاتولی شي.
زېلېنسکي وېلی چې نه یواځې د اوکراېن بلکې د نورو یورپي هېوادونو خلاف هم د روس په زور زیاتی کې زیاتوالی ليدل کیدی شي. خو اوکراېن د دې د پاره تیاری شورو کړی ده.
اروپايي کمېشن تېره هفته اوکراېن ته د اروپاېي اتحاد د غړيتوب ورکولو وړاندیز کړی وو. د زیارت او جمعې په ورځ به د اوویشت ملکونو اتحاد د سرمشريزې غونډې په وخت په دې د خبرو اترو ورستو خپله راېی ورکوي. که اوکراېن د غړيتوب د کانديد حېثيت ترلاسه کوي نو بېا به هم یو څو کاله اخلي چې اوکراېن د اروپاېي اتحاد مکمل غړی جوړ شي.
صدر زېلېنسکي وېلی دي چې د اوکراېن په مشرقي ډونباس سيمه کې توده جګړه دوام لري.
د نېټو سېکټري جنرل جېنز سټالټنبرګ د اتوار په ورځ خبردارې کړی چې په اوکراېن کې د روس جنګ تر ډېر اوږد وخت پورې جاري پاتې کېدلی شي خو مغربي اېتلافیانو ته د کېف د ځواکونو د مرستو نه پشا کېدل نه دي پکار.
د جرمني بلډ اېم سونټېګ اونيزې سره د خبرو په وخت سټالټنبرګ ووېل چې د دې حقیقت د پاره دوي ته تيار وسېدل پکار دي چې دا تر ډېرو کلونو پورې دوام لرلی شي. او که د پوځي مرستو لړ کې او یا بېا د انرژۍ او د خوراکي توکو د لوړو بېعو په چارو کې د دې قېمت ادا کول زیات هم وي، دوي ته د اوکراېن سره د مرستو نه نه دي پشا کېدل پکار.
د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن د جمعې په ورځ اوکراېني ځواکونو ته د تربيې ورکولو د وړانديز سره د کېف سفر کړی وو. جانسن د اوکراېن سره د مرستو په اړه د بېزۍ خبردارې هم کړی.
د لندن سنډۍ ټاېمز کې په خپل یو ليک کې بورس جانسن ليکلی دي چې د دې نه معنا دا ده چې اوکراېن ته زر تر زره وسله او نور پوځي الات ورکړل شي او د یرغلګرو خلاف دوي ته سمدستي د تربيت بندوبست هم وکړل شي.
زېلېنسکي وېلی دي چې د په جنوبي سيمې ماېکولېف کې د ځواکونو سره ليدلی دي. ماېکولېف د کېف نه ۵۵۰کلوميټره جنوب ته پروت دی.
زېلېنسکي د اتوار په ورځ خپله ويډیو وېنا کې وېلی دي چې د هغوي مورال لوړ دی او په بري کې هېڅ شک نه لري. زېلېنسکی وېلی دي چې جنوبي برخې به چا ته هم پرېنږدي او څه چې د دوي دي هغه به بېرته د روس نه اخلي.
زېلېنسکي زیاته کړه چې روسي ځواکونو د ماېکولېف او د اوډیسه ځنې برخې تباه کړی دي.
په اوکراېن د جګړې په شورو کې روس د زېلېنسکي حکومت د منځه وړلو او کېف په نیول کې پاتې راغلی او دا محال د اوکراېن په مشرقي ډونباس باندې د قبضې د پاره د روس او اوکراېني ځواکونو ترمنځه توده جګړه دوام لري.
د لوهانسک ګورنر وېلی دي چې روس په ښار بمبارۍ کوي خو تر دې دمه روسي ځواکونو ښاره په مکمله توګه نه دی نیولی. ګورنر زیاته کړی چې د روس د بمبارۍ په وجه په ښار کې ګېر کسان نه محفوظ ځایونو ته نه شي تللی.
د روس د د فاع وزارت وېلی دي چې ځواکونو يې د سېورودونېسک جنوب مشرق ته په مېټولکاېن قبضه کړی ده. او د روس د سرکاري خبري ادارې تاس یا ټاس ترمخه ډېر اوکراېني ځواکونو وسله غورځولی ده. د اوکراېن پوځ مني چې په سيمه کې روس ته ځنې ګټې ترلاسه شوی دي.
په واشنګټن کې د څېړنيزې ادارې دي انسټیټوټ فار دي سټډي اف وار د څېړونکو ترمخه ډیره ممکن ده چې روس په راتلونکو هفتو کې سېورودونېسک ونیسي خو دا به په داسې حال کي کیږي چې په دی وړه علاقه کې به د روس ډیر ځواکونه وکارولی شي.