د پاکستان د ايي اېم اېف سره د قرض که د خرڅولو لوظنامه؟ د سوشل ميډیا غبرګون

د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د قرض يا پور اخيستو لمړۍ لوظنامه شوې خو دغه لوظنامه په سوشل ميډيا د بېل اوټ پېکج يا پور، قرض اخيستو په ځای د سېل اؤټ يا خرڅولو، پلورولو په نوم يادول کيږي.

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د خزانې مشاور عبدالحفیظ شیخ ویلي د پاکستان او ړړیوالې مالیاتي ادارې تر منځ پاکستان ته د قرض یا پور ورکولو په سر لوظنامه شوې چې تر مخه به يې ايي اېم اېف پاکستان ته ۶ اربه ډالره پور ورکوي.

ژورنالسټ انصار عباسي په ټويټر ویلي، "د ايي اېم اېف سره خبرې بشپړېدل د پور په ځای پلورل يا خرڅول دي پاکستان د ايي اېم اېف سره په حقيقت کې په سختو شرطونو موافقه کړې ده او اوس دوي په واشنګټن کې د ايي اېم اېف د مرکزي دفتر اشارې ته ګوري".

بل ژورنالسټ طلعت حسېن هم په ټویټر ویلي، "ايي اېم اېف به پاکستان ته د مرکزي بېنک پورې په مهمو ادارو کې حکم کوي، چې څنګه به خرڅ کوئ، څنګه به ګټه کوئ، چرته به دا پېسې لګوئ او څنګه به پاليسيانې جوړوئ. دا د خرڅولو لوظنامه ده".

د مسلم ليګ ن ګوند د تېر حکومت د وزيراعظم د مالي چارو مشاور مفتاح اسماعيل د ايي اېم اېف سره لوظنامې وروسته د راتلونکو حالاتو په اړوند ويلي روپۍ به بې قابو وي راتلونکي کال کې به د جي ډي پي خساره صفر اعشاريه شپږ فيصده ته راکميږي او روان کال به د جي ډي پي دوه اعشاريه پينځه فيصده وي.

"دوي د اته سوه اربه روپو ټېکسونو ته اړتيا لري. د ګرانۍ د حساب دپاره به راتلونکي کال زر اربه روپۍ نورو ټېکسونو ته اړتيا وي کوم چې به ۲۵ فيصده سېوا شي. دا به د سختې بې روزګارۍ او ګرانۍ سبب وګرځي. د اقتصاد په قلاره رفتار به غريبي سېوا کړي".

د پيپلزګوند سېنېټر شېري رحمان ويلي، "د تبديلي سرکار (پي ټي ايي حکومت) د غلامۍ سرکار سفر پوره شو. نور حکومتونه هم ايي اېم اېف ته تللي خو د دې نوي حکومت په څېر کار يې نه دی کړی"،

هغې د وزیراعظم عمران خان هغه خبره ليکلې چې "ځان به ووژنو خو ايي اېم اېف ته به لاړ نه شو".

د مسلم ليګ ن د اطلاعاتو سېکترې مریم اورنګزېب ویلي، "عمران صاحب يواځې په شپږ اربه ډالره دې ملک ايي اېم اېف ته حواله کړو، د ايي اېم اېف سره تړون کامياب شو او په ولس د ګرانۍ بم وغورځول شو. د غريبو ټول ريلیف ختم، ګېس، بجلي او د خوراک ټول څيزونه ګران".

وزيراعظم عمران خان چې لا يې حکومت نه ؤ راغلی ويلي يې ؤ خودکشي به وکړي خو ايي اېم اېف ته به لاړ نه شي.