افغانستان دپاره دملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو په بندي خانو کې بندیانو ته د ذهني اذیت ورکولو ترڅنګ هغوئ وهل کیږی،ټکول کیږي اوحتی د وژل کیدو پیښې هم رامنځته شوي دي.
یوناما دیکشنبې په ورځ په خپل یو راپور کې ویلي دطالبانو بندي خانو کې نه یوازې له زندانیانو سره ناسم چلند کیږي بلکې په هغوی جبري کارونه هم ترسره کیږي.
دملګرو ملتونو اداره وايي دبندي خانو دناوړه چلن په اړه معلومات یې له هغو بندیانو ترلاسه کړي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې دطالبانو له زندانونو ازاد شوي دي.
په دې راپورکې دبندیانو له قوله ویل شوي چې زندانیان په یوه داسې خونه کې ساتل شوي چې د هوا د سوړوالي کچه پکې له صفر درجې ټيته وه.
دمعلوماتو له مخې بندیانو ویلي چې دځمکې لاندې خونو کې ساتل کیدل، په ګرمۍ کې به یې هوا ګرمه وه او مناسب خواړه او درمل ورته نه رسیدل.
ملګروملتونو له بنده د ازاد شویو کسانو له قوله ویلي چې یو شمیر ملکی او امنیتي کسان په دې زندانانو کې دطالبانو لخوا وژل شوي هم دي.
دطالبانو له بندي خانو د ازاد شویو کسانو په وینا شپه او ورځ به یې پښې په زولنو تړلې وې،دبندیانو پښې به زخمي شوې وې او پرهغوی به یې چاودیدونکي توکې جوړول.
دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاما موتو دطالبانو په بندي خانو کې دبندیانو په بدحالت،دهغوئ په وهلو،دبندي خانو ناسم حالت او دبندیانو دوژلو په اړه دبندیانو لخوا په شوې ادعا ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
یوناما ادارې له طالبانو او نور وسله والو ډلو غوښتنه کړه چې ټولو نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او دې ډلې ته له ملکي کسانو سره د انساني سلوک دترسره کیدو وړاندیز شوی.
همداراز په دې راپور کې ملګروملتونو امنیت شورا لخوا یوناما مسئوله ګنل شوې چې په افغانستان کې دبندیانو دساتنې د مرکزونو څارنه وکړي ترڅو دبشري حقونو او ازادیو عملي کیدو ته زمینه برابره شی او حساب ورکول پیاوړي شي.
وسله والو طالبانو تراوسه دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو دمرسته کوونکې ادارې د خپور شوي رپوټ په اړه څه نه دي ویلي.
بندي خانو کې د بشري سرغړونوپه اړه دا راپور وروسته له هغې خپور شو چې په دې وروستیو کې دافغانستان په ځینو ولایتونو اوپ ه ځانګړې توګه په ارزګان ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه امنیتي سرتیري اوعام ولسي خلک دطالبانو له زندانونو ازاد شوي شول.