د پاکستان الېکشن کمېشن پرېکړه کړې چې حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف (پي ټي ايي) ته د بهر هېوادونو نه کومې پېسې (فنډنګ) راغلی د دې قضيې اورېدنه به اوس په روزانه بنيادونو کيږي.
الېکشن کمېشن ويلي د ۲۶ نومبر نه به هره ورځ د قضيې اورېدنه کیږي.
تحریک انصاف ګوند ته د بهر نه پېسې څنګه راغلي؟
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په جوړؤنکو غړو کې شامل اکبر اېس بابر چې اوس د دې ګوند غړی نه دی په کال ۲۰۱۴م کې يې الېکشن کمېشن ته خواست کړی ؤ چې په ګوند کې دننه په پېسو کې غبن (کرپشن) او د بهر نه راتلونکو پېسو کې قوانين غلط کارول شوي دي.
اکبر اېس بابر تور لګولی چې پي ټي ايي ته د بهر نه پېسې په غېر قانوني لارو(مني لانډرنګ) راغلي دي.
د مخالفه ګوندونو د قضيې د اورېدنې غوښتنه
د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو په الېکشن کمېشن ټينګار کړی چې د يادې قضيې زر زر اورېدنه وکړي او فېصله يې کړي.
په دغه لړ کې د پي ټي ايي د حکومت پرضد د جوړې رهبر کمېټۍ غړو د شورو، چارشنبې په ورځ د پارليمنټ نه د الېکشن کمېشن د دفتر پورې پېدل لاريون کړی، د الېکشن کمېشن د چارواکو سره يې ليدلي او احتجاج يې ورته ریکارډ کړی دی.
رهبر کمېټۍ د الېکشن کمېشن نه غوښتي د پي ټي ايي پرضد د بهرنيو پېسو قضيه دې زر تر زره فېصله کړی شي.
د اکبر اېس بابر تورونه
اکبر اېس بابر تور لګولی چې پي ټي ايي د بهرنيو اف شور کمپنيانو د لارې نزدې ۳۰ لاکه ډالره رايو ځای کړي او دا پېسې د غېرقانونه او هنډۍ د لارې پاکستان ته راغوښتل شوي دي.
هغه دا تور هم لګولی چې پي ټي ايي ته د بهر هېوادونو نه کومې پېسې راغلي ياد ګوند الېکشن کمېشن ته په جمع کړي کاليز (اډټ) رپوټ کې دا پېسې پټې ساتلي دي.
د تحریک انصاف غبرګون
پي ټي ايي د اکبر اېس بابر د قضيې پرضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی چې الېکشن کمېشن دې د ګوند د اکاؤنټونو پلټنې ودروي، خو عدالت دا خواست بيا الېکشن کمېشن ته لېږلی ؤ.
تېر کال د اپرېل په میاشت کې د الېکشن کمېشن مشر د ډايريکټر جنرل په مشرۍ درې کسيزه کميټي جوړه کړې چې پي ټي ايي ته د بهر نه ترلاسه کېدونکو پېسو پلټنې وکړي.
ياد ګوند د پلټنو دپاره په سکروټني کمېټۍ هم اعتراضونه کړي خو د الېکشن کمېشن مشر سردار محمد رضا په مشرۍ بنچ دغه اعتراضونه رد کړي او کمېټۍ ته يې د پلټنو دوامداره ساتلو امر کړی دی.
که په تحریک انصاف تور ثابتيږي؟
د کار پوهانو په وېنا که په تحريک انصاف ګوند د غېر قانونه لارو د پېسو ترلاسه کول ثابت شو نو د دې خبرې قوي امکان دی چې الېکشن کمېشن د سياسي ګوندونو د قانون لاندې ياد ګوند د قانون پرضد ګرځولی شي.