لکي مروت: د وسله والو په برید کې د لېويز پولیسو یو عسکر وژل شوی

سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي سیمه لکي مروت کې نامعلومو وسله والو د لېویز پولیسو یو عسکر په هدفي برید کې وژلی دی.

د سیمې نه پولیس سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا پېښه د ګل/دوشنبې په ورځ د لکي مروت د بسونو د اډې سره نزدې په اېم سي اې چوک کې شوې ده.

پولیس وایي دغلته نامعلومو وسله والو په جهانزیب نومې یو لېوي عسکر ناتاره ډزې کړي چې په کې هغه په موقعه وژل شوی اؤ وژونکي تښتیدلي دي.

پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړې خو لا یې تر دې دمه د پېښې په تړاؤ څوک نه دي نیولي.

لکي مروت کې په دې وروستیو کې په ګڼ شمېر کې د ناامنۍ پېښې شوي او د وسله والو پرضد ځای په ځای د عملياتو او نښتو خبرونه هم مخې ته راغلي چې په کې مرګ ژوبلې هم اووښتي دي.

د لکي مروت پولې د کرک، شمالي وزيرستان، ټانک، بنو، ډېره اسماعیل خان او پنجاب میانوالي ضلعې سره لګېدلې دي.

په لکي مروت کې د ساينس اېنډ ټېکنالوجي پوهنتون کې د پوليټيکل ساينس استاز محسن تعبير وايي، لکي مروت د پنجاب صوبې په پوله پرته ضلعه ده، په پښتونخوا کې ناامني ده او پنجاب کې نشته نو دا خو په خپله په رياست پوښتنې راولاړوي.

د وي او اې ډيوه خبریال عدنان بیټني سره په خبرو کې هغه ویلي، دا سیمه د افغان جګړې د وخت نه د دغه ډول پراکسيانو دپاره کارول شوې او هغه تسلسل اوس هم روان دی.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړوند د لکي مروت سره تعلق لرونکی د پېښور هايکورټ بار وکیل فهيم مروت وايي، په جنوبي سيموکې ناامنۍ انتهايي سېوا شوې نه يواځې په امنيتي ځواکونو بريدونه کيږي بلکې عام خلک هم ځان غېر محفوظ ګڼي او د ويرې سره مخ شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په سیمه کې خلکو ته د وسله والو ضد د لښکرو ویل کيږي خو دا د بشري حقونو سرغړونه ده او د خلکو تحفظ د رياست زمه واري ده او په لکي مروت کې د وسله والو فعاليتونه سېوا کېدل په خپله پوښتنې راولاړوي چې د دومره عملياتو باوجود لکي مروت ته وسله وال څنګه راورسېده.