واشنګټن (وي او ای)- د امريکا پوځي چارواکي وايي د ځواک يو غړی ټريوېس کېنګ چې د وينا ترمخه په جولايۍ کې شمالي کوريا تهاوړېدلی و اوس د امريکا په قبضه کې دی.
وړاندې شمالي کوريا ويلي وو د کېنګ خلاف تحقيقات پوره شوي او هغه د هېواد نه شړي. کېنګ د شمالي کوريا پوځيانو هغه وخت نيولیو کله چې په ډېره سخته پوځي موجودګۍ کې د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ د پولې اوړېدلی و.
کېنګ په جنوبي کوريا کې د تېري په تور د جيل تېرولو وروستو د ټيکساس په فورټ بلېس پوځي مرکز کې به انتظامي کاروايي ته د فورسنه د جدا کېدو په وجه مخ کېدلو. هغه نزدې وه په اولسمه جولايي امريکا ته د تګ د پاره پرواز ونيسي خو د هوايي ميدان نه بهر ووتلو او ددواړو کورياګانو په ګډه پوله چکر ته لاړو.
کېنګ د شمالي کوريا پوځيانو په شريکه امنيتي ساحه کې ونيولو چې په ساده جامو کې ورپسې د نيولو په نيت جنوبي کوريا پله اوړېدليوو.
د شمالي کوريا سرکاري خبري ادارې کی سي اين ای د شورو، چهارشنبې په ورځ ويلي امريکايي پوځي د خپل هېواد په پوځي ځواککې د ځان سره په روان نسلي توپير خوشاله نه و. خبري اداره وايي کېنګ د توپير له کبله لا په شمالي کوريا لا چرته بل ځای د پناهاخستلو خواهش لرلو.
دا داوړو کورياګانو ترمنځ دغه پوځي پوله د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ په کال 1950-53 کې د جنګ د ختمېدو وروستو کېښودل شوهچې اوس هم نه خاتمه لري او نه کومه د امن رسمي لوظنامه لري.