پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان سیمه کې په پولیس تاڼه توندلارو د لاسي بم برید اؤ ډزې کړې دي خو په دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دسیمې نه امنیتي سرچینو د چارشنبې- شورو په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا برید وسله والو د کلاچۍ په پولیس تاڼه کړی دی.
دغه سرچینې وویل د برید په مهال وسله والو په پولیس تاڼه ناتاره ډزې کړي اؤ هم یې پرې لاسي بمونه غورځولي دي خو وایي پولیس هم دغه برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ په ځوابي ډزو کې وسله وال تښتېدلي دي.
تحریک طالبان پاکستان پخپل یو لنډ بیان کې ددې برید پړه پر غاړه اخستې ده.
په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د توندلارو بریدونه چټک شوي چې پکې په سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي، سږ کال په ټول هیواد کې دترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې په دغو پېښو کې 36 فیصدي بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتوؤ کلونو کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو لویه شرحه ده.
دغه رپوټ وایي په تېرو دریو میاشتو کې د توندروۍ په شویو پیښو کې 58 فیصده عام وګړي، 23 فیصده د امنیتي ځواکونو کسان وژل شوي، او په دغه موده کې په وژل شوو کسانو کې یوازې 20 فیصده توندلاري وسله وال وو.
د څیړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز څیړونکي محمد نفیس د وي او ای ډیوه خبریالې رابعه پیر ته د وسلوالو پېښو د زیاتوالي د اسبابو په اړه ویلي چې شاوخوا څلویښت نورې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره شاملې شوې دي چې د ټې ټې پې اثر یې زیات کړی دی اؤ وایي د دې ترڅنګ نورې ترهګرې ډلې هم مخې ته راغلي.
نوموړی وایي داسې ښکاري چې دغه ډلې د تحریک طالبان پاکستان سره په ګډه عملیات کوي.