پاکستان کې له تېرې ورځې د ناامنۍ په پېښو کې د پوځیانو او وسلوالو په ګډون 33 تنه وژل شوي

په پاکستان کې د ناارامۍ پېښې بیا زیاتې شوې دي او په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، د بلوچستان په ګوادر او د پنجاب په میانوالي ښارونو کې په وسلوالو بریدونو، چاودنو او عملیاتو کې د پوځیانو او وسلوالو په ګډون ټول 34 تنه وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د ډېره اسماعیل خان ښار په ټانک اډه چاودنې پینځه تنه وژلي او د دوو پولیسو په ګډون 21 تنه ټپیان کړي وو. د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې هم د ښخ شوي ماین په یوه چاودنه کې یو پوځي وژل شوی وو.

د پاکستان پوځ ویلي چې د ډېره اسماعیل خان په روهړۍ سیمه او لکي مروت کې یې د جمعې په ورځ جلا- جلا عملیات کړي وو، چې وایي دوه وسلوال او دوه پوځیان پکې وژل شوي وو. دوه وسلوال ټپیان شوي وو.

د بلوچستان په ګوادر سیمه کې هم وسلوالو د پوځ پر یوه قافله برید کړی وو، چې د پاکستان د پوځ په وینا 14 پوځیان پکې وژل شوي وو.

د پنجاب په میانوالي کې هم وسلوالو د شنبې- خالي په ورځ د پاکستان د هوایي ځواکونو پر یو مرکز برید کړی وو، چې پوځ یې د برید د شنډولو لپاره عملیات وکړل او وایي په برید کې شامل ټول "نهه ترهګر" یې وژلي دي.