دپاکستان  ملکي وګړو ته د داخله وزارت خبرداری: ناقانونه بهرنیانو ته باید له روزګار ورکولو ډډه وکړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خپلو ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی چې په هیواد کې په غیر قانوني توګه میشت بهرنیانو ته باید روزګار ور نه کړي اؤ نه دې هم ورسره د روزګار په ترلاسه کېدو کې مرسته کوي.

د کورنیو چارو د د وزارت د ویاند له لوري لخوا د ګل/دوشنبې په ورځ رسینو ته لېږل شوي یو بیان کې د خلکو نه غوښتنه شوې چې که څوک په ناقانونه توګه میشت کوم بهرني وګړي ته روزګار ورکړي یا ورسره د روزګار په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي نو دهغوي په هکله معلومات باید د یاد وزارت په ویب پاڼه هیلپ لاین ته ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت پاکستان کې میشت افغان وګړو ته هم خبرداری ورکړی چې هغوي باید ځانونه د پاکستان د سیاسي اؤ انتخابي هلو ځلو نه په ډډه وساتي.

بیان کې ویل شوي چې د بهرنیانو له لوري دپاکستان په سیاسي اؤ‌ انتخابي فعالیتونو کې د کوم کاندید مرسته کول یا د هغوي لپاره پنګې برابرول یو غیر قانوني عمل دی اؤ که کوم افغان داسې وکړي نو بیا به دې ته نه کتل کیږي چې هغه دلته په قانوني توګه میشت دی اؤ که په غیر قانوني توګه خو له ملکه به شړل کیږي.

دپاکستان حکومت د نومبر د وړومبۍ نېټې نه هیواد څخه په ناقانونه توګه د میشت افغانانو د ویستلو لړۍ پېل کړې ده اؤ د اړونده ادارو شمیېرې ښایي چې تر دې مهاله نزدې ۳ لکه افغانان دپاکستان نه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

حکومت د نومبر په اتمه، قانوني اسناد لرونکو افغانانو ته په دې هېواد کې د نورو شپږ مياشتو د پاره د پاتې کېدو اجازه ورکړې ده.

ناقانونه کډوالو ته د حکومت د خبرداري وروسته، په لکهاوو افغانانو له پاکستان نه خپلې کډې بار کړې او افغانستان ته ستانه شول

خو د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو کېمپونو کې په قانوني توګه میشت افغان کډوال وايي چې د قانوني اسنادو لرلو باوجود هم د نيولو او ځورولو له امله په دې هېواد کې د اندېښنو ډک ژوند کوي.

کمېپونو کې مېشت افغان کډوال وايي چې د پاکستان لخوا دافغانانو د ویستلو له پرېکړې وروسته د کېمونو پورې محدوده شوي دي اؤ هر څو که پاکستان کې د اوسیدلو قانوني اسناد لري خو له دې ویرې بازارونو ته نه ځي چې پولیس یې نیسي اؤ‌ ځوروي یې.

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د افغانانو د ویستلو د پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې ده خو پاکستان وایي د غېر قانونه بهرنیانو د وايستلو پرېکړه يوازې د افغان کډوالو دپاره نه بلکې د ټولو نا انونه بهرنیانو لپاره ده.

داکتوبر په وروستيو کې دپاکستان نګران داخله وزیر سرفراز بګټي ويلي وو، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي.

هغه ویلي وؤ په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په ناقانونه توګه اسناد ترلاسه کړي هغه لېږل کيږي او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکي) او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږلی شي.