د ایټمي وسلو د له مینځه وړلو نړیوال کمپاین "آي سي ای این" وایي د پاکستان اؤ هند په ګډون د نړۍ نهو ایټمي هیوادنو پروسکال پخپلو ایټمي پروګرامونو 91.4 اربه ډالر مصرف کړي دي.
د ایټمي وسلو د خاتمي د کمپاین په نوم دغه نړیوال سازمان پخپل رپورټ ویلي چې یادو هیوادونو دا درنې پیسې د خپلو ایټمي پروګرامونو د نوښت په چارو اؤ په ځېنو صورتونو کې ددې وسلو په زیاتولو مصرف کړي دي.
د ټي سي ای این په رپورټ کې ویل شوي چې په هره ثانیه یا سیکنډ کې دغو هیوادونو پخپلو ایټمي پرواګرامونو نزدې 3000 ډالر مصرف کړي دي.
د دې رپورټ یوې ګډې راجوړونکې ایلیسیا سینډرز تر دې رپورټ له خپرېدو وړاندې تېره اوونۍ جینوا کې خبریالانو ته ویلي وو چې "دا پېسې ځایه کولی شي ځکه چې جوهري وسلې لرونکي هیوادونه په دې خبره متفق دي چې ایټمي جګړه کله هم نه ګټل کیږي اؤ نه دا جګړه کول پکار ده"
هغې ویلي وؤ چې په 91.4 اربه ډالرو د موسمیاتي یا اقلیمي بدلونونو د مقابلې کولو لپاره د کال یو کروړ اؤ شلو لکو نه زیاتو کورنیو لپاره د هوا نه د بجلۍ ترلاسه کېدو تابیا کیدای شي یا هم په دې پیسو د ماحولیاتي خیچنوالي کمولو لپاره د نړیوالې پنګې کمی 27 فیصدي پوره کیدای شي.
رپورټ ښي چې ایټمي وسله لرونکو هیوادونو د کال 2022م په پرتله کال 2023م کې په ایټمي وسلو 10.7اربه ډالر زیات مصرف کړي دي اؤ په دې کې اتیا سلنه اضافه د امریکې له لوري شوې ده.
رپورټ وایي امریکې 51.5 اربه ډالر لګولي دي چې تر نورو ټولو ایټمي وسله لرونکو هیوادونو دا پیسې زیاتې دي.
رپورټ کې ویل شوي چې په دویم نمبر کې چین دی چې دخپپل ایټمي وسلو په پروګرام یې 11.8 اربه ډالر مصرف کړي اؤ همدا شان روس بیا 8.3 ډالر لګولي دي.
رپورټ ښیي چې د برتانیې لګښتونو کې 17 فیصد اضافه شوې ده اؤ دا 8.1 بیلین ډالر ته رسېدلي دي چې د روس نه یو څه کم دي.
په نورو پینځوؤ ایټمي طاقتونو کې فرانس، هند، اسرایل، پاکستان اؤ شمالي کوریا دي چې په مشترکه توګه یې تیرکال د خپلو ایټمي پروګرامونو په پراختیا یا نوښت 11.6 بلین ډالر مصرف کړي وؤ.
ایلیسیا سینډرز ویلي دا ټولې پیسې د نړۍ امنیت نه ښه کوي بلکې دا خلک ګواښي
د ایټمي وسلو په قابو کې د ساتلو ماهرین دې اندېښنو سره متفق دي اؤ هغوي په داسې وخت کې د ایټمي وسلو د نوي زغل د خطرو خبرداری ورکوي چې ایټمي طاقتونه د جوهري وسلو د نه خورېدو د تړون د روح څخه په سرغړونه کولو خپلې ایټمي وسلې تیاروي.
ددې تړون مقصد د ایټمي وسلو اؤ د وسلو د ټیکنالوجۍ د خوریدو مخه نیول دي.
(له جنېوا د وایس اف امریکه د لزا شلاین رپورټ)