جنوبي وزیرستان: د جمعیت علماء اسلام  یو بل فعال مولانا دین سعید په هدفي برید کې وژل شوی 

امنیتي سرچینې وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو بل فعال مولانا دین سعید ګنګي خیل په یو هدفي برید کې وژل شوی.

د سیمې نه پولیس سرچېنو وي او ډیوه ته ویلي مولانا دین سعید تېره ورځ د جنوبي وزیرستان په سرې خاورې سیمه کې په جومات کې له نمونځ کولو وروسته کور ته روان ؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړي اؤ وژلی یې دی.

پولیس وایي له ډزو وروسته وسله وال تښتېدلي اؤ پولیسو د نامعلومو کسانو په ضد د هغه د وژنې مقدمه درج کړې اؤ پلټنې یې پیل کړي دي.

د مولانا دین سعید په هکله معلومه شوې ده هغه په سیمه کې د یو شخصي سکول ښوونکی ؤ اؤ جمعیت علماء اسلام یو متحرک فعال ؤ.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ هم په جنوبي وزیرستان کې د جمعیت علماء اسلام په پخواني ضلعي امیر مولانا میرزا جان وزیر باندې نامعلومو وسله والو برید کړی ؤ چې په دغه برید کې هغه سخت ژوبل شوی ؤ اؤ اوس هم د علاج لاندې دی.

په دې وروستیو کې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې د هدفي وژنو اؤ په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ د سیمې اوسیدونکو د هدفي وژنو اؤ ناامنۍ پر ضد احتجاجونه هم کړي دي.

ځایي خلک وایي په سیمه کې له ضرب عضب پوځي عملیاتو راپدېخوا په سلګونو کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي خو پولیس بیا وایي دلته چې ځینې خلک په شخصي دښمنیو کې هم ووژل شي نو خلک ورته د هدفي وژنې نوم ورکوي.