فرانسیسي خبري شبکې ای ایف پي پخپل رپورټ کې دعوه کړې ده چې د حج په مهال د سعودي عرب په مکه ښار کې د ګرمۍ د لاسه د مړو شوؤ حاجیانو شمیره ۹۲۲ؤ ته رسېدلې ده.
د عرب سفارتکار وینا ده چې په مړو شوؤ حاجیانو کې یوازې د مصر د حاجیانو شمیره تر ۶۰۰ ده.
د ای ایف پي په رپورټ کې ویل شوي چې د نورو مړو شوؤ حاجیانو تعلق د اردن،انډونیشیا،ایران، سینیګال،تیونس اؤ عراق سره دی خو دا لا په بشپړه توګه واضحه شوې نه ده چې دا حاجیان د ګرمۍ د لاسه مړه شوي دي که د مړینې وجه یې بله ده.
رپورټ کې ویل شوي چې د اردن ۲۰ حاجیان تر دې وخته لادرکه هم دي چې لټون یې روان دی.
د رپورټ له مخې سږکال د نړۍ ۱۸ لکو مسلمانانو د حج فریضه ترلاسه کړې ده اؤ د حج په مهال مکه کې د حرارت درجه ۵۱.۸ ډګري سینټي ګریډ ته رسیدلې وه.
رپورټ کې ویل شوي چې د سعودي حکومت د حج په مهال د رامنځته شوؤ مړینو په اړه معلومات مخې ته نه دي راوړي اؤ د اتوار په ورځ یې یوازې دومره ویلي وؤ چې د ګرمۍ له امله ۲۷۰۰ کسان د ستړي والي له امله بېتابه شوي وؤ.
د سعودي عرب د موسمیاتو محکمط سږکال د حج په مهال د سختې ګرمۍ اټکل کړی ؤ اؤ د سعودي د حج اؤ عمرې وزارت د حاجیانو لپاره ځای په ځای د یخو اوبو اؤ فوارو تابیا کړې وه.
د سعودي انتظامیې په حاجیانو غږ کړی ؤ چې د ګرمۍ نه د ځان ساتلو لپاره باید ډير احتیاط نه کار واخلي.
تېره مياشت د سعودي عرب يوه څيړنه کې ويل شوي وو، د اب و هوا يا چاپيريال د بدلون له امله په حج باندې په چټکتيا سره اغېزې کيږي، او په کوم ځای کې چې عبادتونه کيږي هلته د تودوخې کچه د 0.4 ډګري سيلسيس (0.72 ډګري فارن هایټ) پورې سېوا کيږي.
د نهې په ورځ د مصر د بهرنيو چارو وزارت ويلي، قاهره د حج په وخت د بې درکه مصري وګړو د لټون دپاره د سعودي عرب د چارواکو سره مرسته کوي.
د سعودي عرب چارواکو د ګرمۍ له امله د 2,000 نه زياتو حاجيانو د علاج کولو ويلي وو، خو د اتوار د ورځې وروسته دغه شمېرې نه دي شريکې کړل شوي او نه د مړينو په اړه څه ويل شوي دي.
تېر کال د مختلفو هيوادونو لخوا لږ تر لږه د 240 کسانو د مړينې ويل شوي وو، په هغو کې د زياترو تعلق د انډونيشيا سره وو.
د اې اېف پي ترمخه د ګل په ورځ د مکې نه بهر په منا کې حاجیان ليدل شوي چې په سرونو یې د بوتلو څخه اوبه اچولې او رضاکارو ورته يخ شربتونه او ايس کريم ورکول.
ويل شوي، سعودي چارواکو خلکو ته په سيوري د پاتې کېدو، اوبو څښلو او په نمر کې د وتلو نه ډډې کولو مشورې ورکولې، خو د حج ډېر مناسک د ورځې په څو ساعتونو په غرمو ترسره کول وي ځکه دوی ته مشورې ورکول عملي کول ممکن نه وي.
ځينې اېمبولنسې ليدل شوي چې مړي یې اوچتول.
د سعودي عرب د چارواکو په وينا، سږ کال خواوشا 18 لکه کسانو د حج فريضه ادا کړې ده او په دوی کې 16 لکه د بهر هيوادونو نه سعودي عرب ته ورغلي وو.
د خبر ترمخه، هر کال د زرګونو په شمېره کې کسان د غېر قانوني لارو هم حج له د تلو هڅه کوي ځکه دوی په سرکاري توګه د حج د ويزې او نورو خرڅونو دپاره پېسې نه لري، او دوی بيا د د اييرکنډيشن او نورو اسانتياو څخه محرومه وي.