د امریکا صدارتي انتخابات که هرڅوک وګټي، یورپي اتحادیانو ته به د سختو حالاتو مقابله کول وي

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي، د یورپي کمېشن صدره اورسولا فون ډېرلېن، او د یورپي کونسل صدر چارلز مایکل، اکټوبر ۱۷، ۲۰۲۴ - براسلز

امریکا کې د راتلونکو څو ورځو صدارتي انتخابات که هرڅوک وګټي، یورپي اتحادیانو ته د داسې یوې امریکا سره کار کول دي چې هغه به د وړاندې په شان یورپي اتحادیانو ته زیاته دلچسپي ونلري. او که ډونالډ ټرمپ دا انتخابات وګټي، نو د یورپي اتحادیانو به د زاړو ترخو یادونو او نویو ستونزو مقابله کول وي.

د امریکا انتخابات داسې وخت کې کیږي چې په اوکراین باندې د روس د پراخ پوځي یرغل د پیل نه دوه نیم کاله تېر شوي او په دا دومره موده کې د کیېف سره په دفاع کې، امریکا په یوازې ځان د نورو ټولو اتحادیانو په نسبت، زیاتې مرستې کړې دي. دا پوښتنې شته چې که ټرمپ بیا صدر شي، دا مرستې به دوام وکړي او که نه، او بل دا چې هغه په عمومي توګه د نېټو اتحادیانو ته څومره ژمن وي.

که چېرته نایب صدره کامېلا هېرېس صدارتي انتخابات وګټي، نو دا توقع کېدلی شي چې همدا موجوده پالیسي جاري پاته شي، مګر دې ته په کتلو چې رېپبلېکنان د دې شي خلاف دي او د امریکا په خلکو کې هم ورځ تر بلې د دې جنګ په اړه د ستړیا احساس په زیاتېدو دی، په یورپ کې دا فکرمندۍ شته چې د امریکا لخوا امداد کې به کمی راشي.

یورپ د وړاندې نه د سستې اقتصادي ودې او کمزوره معیشت ښکار دی، او دا چې ټرمپ غواړي د امریکا په شراکتدارانو باندې هم تعرفې یا د درامداتو ټېکسونه ولګولي، دې خبرې یورپ وارخطا کړی دی. خو د آینده سختو حالاتو په اړه پرېشاني، صرف د ټرمپ د دویمې صدارتي دورې امکان پورې نده تړلې.

یورپي چارواکي په دې باور دي چې که هرڅوک انتخابات وګټي، د امریکا ترجیحات بل چېرته دي. د اوس دپاره صدر بایډن ته منځنی ختیځ ارجحیت لري، خو په اوږد مهال کې یې ترجیح، د چین مسئله ده.

په برلېن کې د خارجي تعلقاتو جرمن کونسل یوه څېړونکې، رېچل توسېنډفرونډ وایي: "د امریکا خارجي پالیسۍ دپاره د یورپ مرکزیت، د هغه څه نه چې د بایډن د صدارت په اولو کلونو کې و، اوس فرق فري. او له دې اړخه یې که وسنجوو، نو دا حقیقت لري چې بایډن [د امریکا] آخري ټرانس-اټلانټېک صدر دی."

رېچل زیاتوي چې امریکا به نور هم خپله توجو اېشیا ته واړوي. د هغې په وینا، "دا په دې معنا ده چې یورپ باید ځان تکړه کړي. یورپ ته په کار ده چې د یو شراکتدار په حیث خپل صلاحیتونه سېوا کړي او د خپلې امنیتي علاقې د انتظام دپاره، لا زیات قابل وګرځي."

د جرمني دفاع وزیر بورېس پېستوریوس چې کله د خپل نېټو اتحادي، برطانیې سره یو نوی دفاعي تړون لاسلیک کولو، نو ویې ویل چې امریکا به خپله زیاتره توجو د انډو-پسېفیک خطې ته واړوي، "نو صرف پوښتنه دا ده چې آیا د هغه کار له کبله به [امریکا] په یورپ کې خپله [د امنیتي مرستې] ونډه ډېره کمه کړي او که یو څه به یې کمه کړي."

په براسلز کې د جرمن مارشال فنډ یو مشهور څېړونکی آیان لېسر وایي چې، "تر ټولو وړاندې، د یورپ سترګې د واشنګټن لخوا پېشنګویي ته دي. خو د ټرمپ د یوې ممکنه انتظامیې په صورت کې به د دې شي اثرات زښته ډېر زیات وي."

لنډه دا چې هرڅوک وایټ هاوس وګټي، آینده کلونه د یورپي اتحادیانو دپاره ستونزمن ښکاري. د لېسر وینا ده چې، "د آینده هفتې د انتخاباتو نتیجه که هرڅه وي، نیم ملک به په قهر شي." او دا هم وایي چې په واشنګټن کې د یو منقسم حکومت امکانات شته او دې سره به یورپ ته "یوې انتهایي افراتفري او ځیني وخت، د یوې غېرفعالې امریکا سره مخ کېدل وي."