د پېنټاګان د وروستۍ ارزونې یا جایزې ترمخه د شمالي کوریا ځواکونه د اوکراین خلاف د ماسکو د جګړې د یوې برخې په توګه د روس د ځواکونو ترڅنګ جنګیږي او مړه کېږي.
د امریکا دفاع وزارت پېنټاګان مطبوعاتي سیکرټري مېحر جنرل پېټ رائډر د ګل - دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، " د شمالي کوریا ځواکونه په کرسک کې د روسانو ترڅنګ جګړه کوي."
رائډر وویل: " مونږ داسې اشارې لرو چې هغوی ته تلفات اوښتي دي، په دغه کې وژل شوي او زخمیان شوي دي " هغه زیاته کړه چې په جګړه کې د شمالي کوریا پوځي ګډون اوس مهال د "کرسک" چې د روس یوه سیمه پورې محدود دی.
پېنټاګان د شمالي کوریا د تلفاتو په اړه جزئیات نه دي شریک کړي.
وي او اې په واشنګټن کې د روس سفارت نه په دې اړه د نظر شریکولو غوښتنه کړې خو تر اوسه یې د تبصرې غوښتنې ته جواب نه دی ورکړی.
د کرېملېن ویاند د امریکا ارزونې یا جایزې په اړه پوښتنې د روس د دفاع وزارت ته لیږلی، چې تر اوسه یې په دغه اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې پیانګ یانګ د روس ځواکونو سره د روزنې دپاره نزدې 12,000 پوځیان روس ته استولي دي، او د دې امکان له وجې چې دغه پوځیان به یوکرین په ضد د ماسکو جګړه کې برخه اخلي.
خو امریکا ویلي چې د شمالي کوریا ځواکونه یواځې تېره اوونۍ د روس له پوځي عملیاتو کې شامل شوي
د یوکرين پرضد د روس په جګړه کې د شمالي کوريا د پوځيانو د جنګیدو امريکایي تصديق څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د یوکرين د استخباراتو ادارې وویل چې د کرسک سيمې په څو کليو کې په جګړه کې لږ تر لږه 30 شمالي کوريایي پوځیان وژل شوي او يا زخمیان شوي دي.
د یوکرین صدر ولادیمیر زېلنسکي د خالي- شنبې په ورځ په روس تور ولګولو چې "په خپلو حملو کې د شمالي کوریا د پام وړ شمیر پوځیان استعمالوي" او د شمالي کوریا زیانونه یې "د پام وړ" وبلل.
هغه د ګله دوشنبې په ورځ پر ماسکو تور ولګاوه چې هڅه کوي د شمالي کوریا د پوځیانو تلفات پټ کړي.
زېلنسکي وویل: "لومړني معلومات ښيي چې روسیان هڅه کوي د شمالي کوریا د تلفاتو پټولو هڅې کوي . " زېلنسکي زیاته کړه، "په دې جګړه کې د شمالي کوریانو د وژل کېدو یو دلیل نشته. "
پېنټاګان د ګل، دوشنبې په ورځ وویل چې یوکرین ته د شمالي کوریا د پوځیانو په نخښه کولو کې د دوی مکمل ملاتړ ترلاسه دی.
د امریکا دفاع وزارت پېنټاګان مطبوعاتي سیکرټري مېجر جنرل پېټ رائډر وویل : "لکه څنګه چې مونږ مخکې ویلي، دا [شمالي کوریا] ځواکونه د یوکرینیانو دپاره جایز پوځي هدفونه دي، ځکه چې دوی په فعاله جنګي فعالیتونو کې ښکیل دي."
هم د ګل، دوشنبې په ورځ امریکا او د هغه مهمو اتحادیانو یوه بیان خپور کړې و چې په جګړه کې د پیانګ یانګ زیاتیدونکی شمولیت "خطرناک زیاتوالی" ګرځول شوی و .