پاړه چنار :کرمه کې نښتې دوام لري،تراوسه ٢٠ کسان وژل شوي

کرمه ايجنسۍ کې دمختلفو قبائيلو ترمينځه جګړې دوام لري اؤ تراوسه په دغه جګړو کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٢٠ؤ ته رسيدلې ده.
دسرچينو له مخې کرمه ايجنسۍ کې دپاړه چنار په شلوزان اؤ پيواړ سيمو کې دطوري اؤ منګل قبائيلو ترمينځ د٤ؤ ورځو راهسې نښتې دوام لري اؤ تر اوسه په دغه نښتو کې ٢٠ کسان وژل شوي اؤ تر ٢٥ؤ پورې نور ژوبل هم دي .
بلخوا دکوزکلي سره پيوست سيمو کې دبريدونو لړۍ جاري ده ، دنښتو له امله دپيښور پاړه چنار روډ تړل شوى دى.
پاړه چنار اؤ خواؤ شا سيمو کې دخوراکي موادو اؤ دارو درملو دکمښت له امله ځايې خلک سختو ستونزو سره مخ دي .
بلخوا دخيبر ايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې نښتې پيل شوي دي اؤ ددرنې مرګ ژوبلې دزيان انديښنه ده دسرچينو له مخې سيمه کې سخت تاؤتريخوالى خور شوى اؤ په جګړه بوخت قبائيل ديو بل په ضد مارټر ،توپې، راکټونه او خودکاره وسلې کاروي دجګړو له امله دتګ راتګ لارې بندې شوي دي