١٩ افغان پارلیماني امیدواران ناهله گرځول شوې

  • ډیوه رپورټ

په پارلیماني انتخاباتو کې د ووټ اچولو ورستو افغان صدر حامد کرزۍ په پخپله گوته لگولی شوې نخښه ښائې

دافغانستان د انتخباتو د شکایاتو کمیشن ویئلې دې د درغلۍ د الزاماتو ورستو په پارلیماني ووټونو کې کامیاب ١٩ امیدواران نا اهله گرځول شوې دي.

کمیشن د اتوار په ورځ اعلامیه کې وئیلې دوه نور داسې امیدواران چې ددغه نااهلیو په وجه گټه ور کیدی شول، د هغوي نتائج هم د درغلیو د الزاماتو په وجه رد کړی شوې دي.

د کمیشن یو چارواکې وئیلې نا اهله گرځول شوې امیدواران د کمیشن د فیصلې خلاف د اپیل حق نه لري.

د ستمبر په ١٨ مه نیټه شوې د پارلیماني انتخباتو ورستو د شکایاتو کمیشن په ووټونو کې د درغلیو ٢،٥٠٠ شکایاتو ته کتنه کوله.

انتخبات د افغان پارلیمان د ٢۴٩ چوکو د پاره شوې ؤ.