بایډن له اوکراین سره د نورو 425 میلین ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه

د امریکې صدر جو بایډن د چارشنبې- شورو په ورځ له خپل اوکرایني سیال صدر ولادیمیر زلنسکي سره د روسي یرغل خلاف د خپلې دفاعي جګړې په برخه کې له اوکراین سره د امریکې پر دفاعي مرستو خبرې کړې دي.

بایډن له اوکراین سره د 425 میلین ډالرو امنیتي او پوځي مرستې پېکیج هم اعلان کړ چې پکې د هوایی دفاع د وړتیا زیاتولو وسلې، له هوا مځکې ته ویشتونکي ګوله بارود، بکتربند ګاډي او نورې جنګي وسلې شاملې دي چې د اوکراین د پوځي اړتیاوو لپاره مهمې دي.

د امریکې د دفاع وزارت په خپل یو بیان کې ویلي، د چارشنبې- شورو په ورځ یې د اوکراین د مهمو امنیتي او دفاعي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له کیف سره اضافي "امنیتي مرستې" اعلان کړې دي.

پېنټاګان وایي‌ دا وروستی پېکیج د بایډن انتظامیې د پوځي مرستو 67مه برخه ده چې د 2021 کال له اګست میاشتې راهیسې د اوکراین لپاره د دفاع وزارت د وسلو له انوینټري‌ یا فهرسته ورکول کېږي.

صدر زلنسکي وایي‌ له اوکراین سره د مرستو په برخه کې د نړۍ په یووالي کې د صدر بایډن مشري او د امریکې مضبوط دوه اړخیز ملاتړ د ده د ملک د خپلواکۍ په دفاع کې ډېر مهم دي.

ښاغلي زلنسکي پر تازه امنیتي مرسته باندې د صدر بایډن، د کانګرس د دواړو ګوندونو او د امریکې د خلکو مننه کړې او پر خپل ایکس یې لیکلي، له بایډن سره یې د وسلو په پیداوار کې د همکارۍ زیاتولو لپاره د لارې چارې لټولو او د اوکرایني پوځیانو لپاره د اضافي روزنې د اهمیت په اړه هم خبرې وکړې:

"موږ د اوکراین د دفاعي تماس ګروپ په راتلونکې آنلاین غونډه هم ځانګړې خبرې. وکړې. ما ولسمشر بایډن ته د اوکراین پارلمان ته د خپلې نننۍ وینا په اړه وویل، چې «د بریا پلان» د ټولو پارلماني ګوندونو او ډلو ټینګ ملاتړ ترلاسه کړ. سبا [د اکتوبر پر 17مه به زه دا پلان د یورپي شورا په غونډه کې زموږ د یورپي اتحاد ملګرو ته وړاندې کړم".

ټاکل شوې چې امریکا په راتلونکو میاشتو کې اوکراین ته نورې وسلې هم ورکړي، چې پکې سلګونه د هوایي دفاع مخنیوونکې وسلې، په لسګونو ټېکټیکي هوایي دفاعي سیسټمونه، د توپخانې اضافي سیسټمونه، په سلګونو د بکتربند عسکر وړونکي او د پیاده جګړې ګاډي شامل دي.

صدر بایډن به راتلونکې میاشت له اوکراین سره د نړیوالو مرستو د ترتیبولو لپاره د اوکراین د دفاعي تماس ډلې د آنلاین غونډې کوربه وي.

صدر زلنسکي پلان لري چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ په بروکسل کې د نېټو له دفاع وزیرانو سره په خبرو کې په اتحاد کې د اوکراین د غړیتوب موضوع را برسېره کړي، خو د نېټو مشر مارک روټه وایي، د اوکراین د غړیتوب په مخ کې "مشکل" مسایل پاته دي.

زلنسکي د چارشنبې- شورو په ورځ د اوکراین پارلیمان ته په وینا کې د روس د 32 میاشتني یرغل د پای ته رسولو لپاره خپل د "بریالیتوب پلان" وړاندې کړ، چې په نېټو کې د غړیتوب لپاره د غیرمشروط بلنې او د روس د یرغل خلاف د غیرایټمي مرستې غوښتنه هم پکې شامله ده.زلنسکي وویل:

"له خپلو شریکانو سره یو ځای موږ باید حالات بدل کړو چې جګړه ختمه شي، دا چې [د روس صدر ولادیمیر] پوټین څه غواړي، موږ ټول باید حالت بدل کړو چې روس سولې ته مجبوره شي".

د نېټو مشر وویل، په نېټو کې د اوکراین حتمي کېدونکی غړیتوب "نه بدلیدونکی" دی خو وایي چې مناسب وخت یې راشي، ځکه چې وایي کیف نه شي کولای د جګړې په وخت کې په نېټو کې شامل شي. هغه د غړیتوب په اړه د ټاکلي وخت له ښوولو ډډه وکړه.