رپورټ: د دنیا په زیاتره ځمکه کې اوبه په کمېدو دي

د کال ۲۰۱۴ د جولای د ۱۹ نېټې په دې تصویر کې د اټلي په سېسلي سیمه کې د ګډو کنډک په اوچ تالاب کې اوبه لټوي

د ملګرو ملتونو په یو تازه رپورټ کې وېل شوي چې د دنیا په زیاتره ځمکه کې اوبه په کمېدو دي چې په نتیجه کې يې د ځناورو او د اونو بوټو ژوند یا بقا د خطر سره مخامخ کېږي.

د ملګرو ملتونو رپورټ د ګل، دوشنبې، په ورځ د سعودي عرب په سرښار ریاض کې د ډېزرټېفېکېشن یا د ځمکې په صحرا کې د بدلېدو د مخنیوي په اړه د غونډې په موقع شایع کړی شو.

ډېزرټېفېکېشن هغه عمل ته وېل کېږي چې د انسانانو دلاسه د موسمي بدلون او د تودوخي په نتیجه کې زرخېزې ځمکې د اوبو او د ځنګلونو د کمي په سبب په صحرا کې بدلېږي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې وېل شوي چې د مخکنیو دېرشو کلونو په مقابل کې د ۱۹۷۰ نه واخلې تر ۲۰۲۰ پورې د څلورو څخه د ځمکې درېمه برخه د خشکۍ ښکار شوې ده.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د ډېزرټېفېکېشن یا د ځمکې د صحرایي کېدو د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو د پروګرام مشر ابراهیم چاو وویل خشک موسمونه په ټوله دنیا کې په پراخه کچه ځمکې متاثره کوي. په ریاض کې د غونډې انتظام هم د چاو ادارې کړی دی.

د ریاض غونډه چې تېره هفته شروع شوې او د جمعې په ورځ به ختمېدېږې، شرکت کوونکي ملکونه په کې په دې اړه خبرې اترې کوي چې د وچکالۍ، د اوبو د کمي او د ځمکې د خرابېدو مخنیوی څنګه کېدلی شي؟

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې خبرداری شوی دی چې که چېرې د نړیوالې تودوخي رجحان هم دا ډول دوام لري نو په زیاتره یورپ، د امریکې په مغربي علاقو، برازیلو مشرقي اېشیا او په مرکزي افریقا کې به قریباً پينځه بېلن خلک د موجوده پېړۍ د ختمېدو پورې د وچکالۍ نه متاثره کېږي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې دا تجویز وړاندې کړی شوی دی چې ځمکې او د اوبو د استعمال طریقې دې بهترې کړی شي او داسې فصلونه دې ورکرل شي چې لږو اوبو ته ضرورت لري.