پاکستان کې د بجلۍ قيمتونه نور زیات کړل شوي دي

پاکستان کې د بجلۍ قيمتونه نور سېوا کړل شوي او د بجلۍ په کورنیو کاروونکو د يو يونټ په بنيادي ټېرف کې 7.12 روپۍ اضافه اعلان کړل شوې ده. مرکزي حکومت د بجلۍ نوو قيمتونو اعلاميه جاري کړې ده.

د پاور ډويژن لخوا جاري شوې اعلاميه کې ویل شوي، څوک چې د مياشتې د 200 يونټو نه کمه بجلي خرچ کوي، د ځايي مطبوعاتو ترمخه په هغو به نوې اضافه نه لګي.

خو ويل شوي، د نوې اضافې سره د بجلۍ د يو يونټ بنيادي ټېرف 48.38 روپو ته رسېدلی دی.

د اعلاميې ترمخه، د میاشتې په سر د 201 يونټو نه تر 300 يونټو پورې د يو يونټ په سر بنیادي ټېرف کې د 7.12 روپو اضافې سره يو يونټ 34.26 ته سېوا کړل شوی او د 301 نه تر 400 يونټو پورې ټېرف کې 7.02 روپۍ اضافه شوې او يو يونټ 39.15 روپو ته ګران کړل شوی دی.

دغه ډول د 401 نه تر 500 يونټو ټېرف کې 6.12 روپۍ اضافه شوې او د يو يونټ قيمت 41.36 روپو ته رسېدلی دی، د 501 نه تر 600 يونټو پورې بجلۍ خرچ کوونکو باندې هم د يو يونټ په سر بجلي 6.12 روپۍ ګرانه کړل شوې او يو يونټ یې 42.78 روپو ته رسېدلی دی.

د مياشتې د 601 نه تر 700 يونټو پورې بجلۍ خرچ کوونکو يو يونټ 43.92 روپو او د 700 يونټو نه زياتې بجلۍ خرچ کوونکو ټېرف هم 6.12 روپۍ ګران کړل شوی او يو يونټ 48.84 روپو ته رسېدلی دی.

ويل شوي، د ټېکسونو سره به د يو يونټ قيمت نور سېوا کيږي.

خو زياته کړل شوې، د میاشتې په سر د 50 يونټو پورې بجلۍ کاروونکو دپاره به يو بنيادي يونټ په 3.95 روپۍ او د 51 نه تر 100 يونټو پورې به يو يونټ په 7.74 روپۍ وي.

د رپورټونو ترمخه، د ټېکسونو لګېدو سره به دغه قيمتونه نور سېوا کيږي، او د 100 پورې يونټو خرچ کوونکو يو يونټ ټېرف به 37.38 روپو، د 200 يونټو پورې د يو يونټ قيمت به 45.15 روپو او د میاشتې په سر د 201 نه تر 300 يونټو پورې د يو يونټ قيمت 50.17 روپو ته ورسي.

اقتصاد پوهان وايي، په ملک کې د وړاندې نه ګراني زياته ده، د بجلۍ د قيمتونو سېوا کېدو سره به په عامو خلکو د ګرانۍ بوج نور زیات شي.

د حکومت مخالفه ګوندونو د بجلۍ قيمتونو سېوا کېدو ته سخت غبرګون ويلی او د بجلۍ په قيمتونو کې نوې اضافه یې رد کړې ده.