د امریکا د 2024م صدراتي انتخابات د ګل- دوشنبې په ورځ خپل اخري ګنټو - ساعتونو ته داخل شوي دي. د ډیموکرېټک ګوند صدارتي امیدوارې او مرستیالې صدرې کاملا هېرېس او د هغې سیال د ریپبلېکن ګوند امیدوار او پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د مهمه (سوېنګ) او سخت مقابلې ریاستونو ته سفر کړی.
د انتخابي نظر پوښتنو ترمخه دغه انتخابي مقابله ډېره سخته ده او د دې په اړه اټکل کول ګران دی.
د انتخابي کېمپېن په اخري ورځ کاملا هېرېس او د هغې سیال ډانلډ ټرمپ دواړو په شرقي پېنسلوېنیا ریاست چې د اوو سخت مقابلې- سوېنګ ریاستونه چې په ممکنه توګه د دغه انتخاباتو نتیجې به وټاکي او پېنسلوېنیا په دغو سوېنګ ریاستونو کې ترټولو لوی انتخابي انعام ګڼل کیږي په مختلف ځایونو کې انتخابي غونډې کوي .
د امریکا په انتخابي سیاست کې سوېنګ ریاستونه هغه ریاستونه ته ویلی شي چې د کوم امیدوار د بریا په اړه په ډاډه زړه څه نه شي ویل کیدای. دا ډول ریاستونه د رایه ورکوونکو غټ شمېر لري چې تر اخېري وخت یې فیصله نه وي کړې چې کوم امیدوار ته به رایه ورکوي.
دواړو صدارتی امیدواران د پېنسلوېنیا په پېټس برګ ښار کې انتخابي غونډې کوي ، پېټس برګ د امریکا د سټیل جوړونکي صنعت مرکز ګڼل کېږي.
ټرمپ به په ختیځ پنسلوانیا کې یو کوچني ریډینګ ښار ته هم ځي او د شمالي کارولاېنا ریاست مرکز رالي ته هم سفر کوي. ټرمپ په د خپلې ورځې اختتام به د مېشېګن ریاست په ګرینډ رپېډز ښار کې کوي چې د ریپبلېکن پارټۍ قوي مرکز ګڼل کېږي. ډانلډ ټرمپ د خپل 2016 او 2020 صدارتی کېمپېن اختتام هم په دغه ښار کې کړی و.
هېرېس به د ګل-دوشنبې ټوله ورځ په پېنسلوېنیا کې تیروي ، هغه به اول د سکرېنټن ښار ته ځي چې د صدر جو بایډن پلارنی ښار دی. صدر جوبایډن چې د ټرمپ پرضد په صدارتي مباحثې- مناظرې کې خرابې کارکردګۍ له وجې د صدارتي زغل نه بهر شو او د جولای په میاشت کې نایب صدره کاملا هېرېس د ډیموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدواره جوړه شوه.
نایب صدره او د ډیموکرېټک پارټۍ امیدواره کاملا هېرېس د خپلې ورځ اختتام په فېلاډېلفیا کې د لوی انتخابي غونډې سره کوي . فېلاډېلفیا د امریکا شپږم لوی ښار دی او ډیموکرېټک پارټۍ غټ مرکز. سندرغاړۍ لیډي ګاګا، او د موسیقۍ نور ګروپونه او د ټي وي پروګرام پخوانۍ کوربنه اوپرا وینفري به هم د خپل ملاتړ څرګندولو لپاره د کاملا هېرېس سره وي.
هېرېس به ایلن ټاون ښار ته هم ځي چې زیاتره اوسېدونکي یې لاطیني امریکایان دي . ټرمپ به د 95,000 ابادۍ ښارګوټي ريډنګ ته ځي چې 70 فیصده اوسېدونکي یې لاطیني امریکایان دي او زیاتره پکې پورټوریکان دي.
دواړه امیدواران د نتیجو په اړه خوشبینه دي
ډانلد ټرمپ ویلي چې هغه به په لوی اکثریت سره دغه صدارتی انتخابات ګټي او هغه به په 1880م کال کې د امریکا صدر ګروور کلیولېنډ نه وروسته دویم صدر جوړ شي چې دوه غېر مسلسل دور سر ته رسوي.
هېرېس د څو اونیو راهیسې ویل چې د ګټلو چانس یې کم دی خو پدې وروستیو کې یې ډیر خوشبیني څرګنده کړې او اوس وايي چې تمه لري د هېواد 47 صدره به جوړه شي. که مېرمن هېرېس د امریکا صدره وټاکل شي، نو هغه به د امریکا لومړۍ ښځه وي چې دغه منصب ته رسیږي او د امریکا مشره جوړیږي. په منتخب کېدو به هېرېس د جنوبي ایشیا نه لومړنۍ او د براک اوباما وروسته دویمه تور پوستي صدره وي .